عمران خان: د طورخم باډر به څلورویشت ساعته خلاص شي – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

عمران خان: د طورخم باډر به څلورویشت ساعته خلاص شي

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي چې غواړي د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګري او خپلمنځي اړیکو د لا پیاوړي کیدو په خاطر د طور خم باډر ۲۴ ساعته خلاص کړي

نوموړي داخبره تیره ورځ په خپله ټویټرپاڼه لیکلې ده

عمران خان ویلي چې چارواکو ته یې امر کړی تر څو د راتلونکو شپږو میاشتو پورې د طورخم باډر د ۲۴ ساعته خلاصیدو لپاره هلې ځلې وکړي

نوموړي دا خبرې داسې مهال کړي دي چې په تیرو وختونو کې یې له افغانستان سره اړیکې کمرنګې شوي او د دواړو هیوادونو تر منځ په تجارت هم زیات اغیز پریوتی

د عمران خان له راتګ سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ په تګ راتګ هم قیودات وضع شول او له یوهیواد څخه بل ته د تللو لپاره په لومړي ځل د ویزې او پاسپورټ درلودل ضروري شول چې په دې کار سره یې د دواړو لوریو اوسیدونکو پښتنو تر منځ په تګ راتګ کې زیاتې ستونزې رامنځ ته کړې

که چیرته د طورخم باډر خلاص شي نو د دواړو لوریو د تجارانو په کاروبار به هم زیات مثبت اغیز وکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *