مطالعه څنګه … کله … او چیرته؟؟/ پنځمه برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

مطالعه څنګه … کله … او چیرته؟؟/ پنځمه برخه – افغان وطن

مطالعه

ليکوال: عبدالصمد شاکر

څنګه چې د کتابونو د انتخاب مرحله زیاته نازکه ده دا ډول په مطالعه کې د ترتیب رعایت او ساتنه هم زیاته اړینه ده؛ ځکه د مطالعې معیار په تدریجي توګه لوړیږي، نه داسې چې نوراني قاعده د بیخي لوستلې نه وي او ته راشي د قران په لوستلو پیل وکړي.

د مطالعې طریقه

مطالعه د یوې داسې ښایسته باغچې په څیر ده، چې په هغې کې خوشبويي وي، زړه راښکونکې انګيزه هم ولري او ورسره اغزي لرونکي خاښونه هم کم نه وي.
یو طرف که د مطالعې اهمیت مسلم حقيقت دی او ګټه يې د يادونې وړده؛ خو ورسره ـ ورسره د مطالعې مواد خورا زیات او له کنټرول وتلي دي. نو دا ډول د مطالعې د طريقې څخه ځان واقف کول هم اړین دي؛ ځکه کله چې هم یو کار د خپلو اوصولو او ضوابطو سره برابر وشي هغه کار نتیجه ورکوي او کنه ګټه خو لا څه چې توان به یې حتمي وي. فرض کړئ! چې ستاسي سره وخت هم شته، ښه کتابونه هم شته؛ خو ذهن مو مصروف دی، سترګې مو درد کوي او روڼا هم تته ده؛ نو تاسې مطالعه مکوئ؛ ځکه که تاسو په داسې وخت کې د مطالعې کولو کوښښ کوی؛ نو روغتیا باندې مو خورا بد اغیز کوي. دا ځکه چې خپلې روغتیا ته پام کول هم ضروري دي په خاصه توګه د سترګو خیال ساتل خو ډیر اړین دي.

دا خبر هم د يادونې وړ ده، چې له دې کبله، چې په یاد کې مې څه نه پاته کیږي؛ نو مطالعه نه کوم، نه هیڅکله داسې کول نه دي په کار؛ بلکې مطالعه حتما وکړئ او کله به یې خامخا ګټه درته څرګنده شي؛ ځکه نکريزې هلته سورخي پیدا کړي، چې کله ښې او بار ـ بار وټکول شي.

مولانا عبدالسلام خان لیکي: مطالعه چې څومره زیاته وي همدومره په تیزی سره شی محفوظ کیږي او ذهن نور هم چټک کیږي؛ له همدې کبله د کتابونو په کتلو کې د سستۍ او یا په یادښت کې د څه نه پاتې کیدلو په وجه د مطالعې نه کول ښه کار نه دي.

نور بیا…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *