د مبایل کوډ نه ور ښودلو په وجه ميرمنې خپل خاوند ډبولی، سوزلی او وژلی دی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

د مبایل کوډ نه ور ښودلو په وجه ميرمنې خپل خاوند ډبولی، سوزلی او وژلی دی – افغان وطن

انډونیزیا کې یوې ميرمنې خپل میړه هغه وخت سوزلی دی، چې هغې ته یې د خپل مبایل کوډ د ورښودلو نه انکار وکړ.

د ورکړل شویو راپورونو له مخې “الهام کياني” لومړی خپل خاوند “ديدي” سخت ډبولی، بیا ورباندې پیټرول شندلي او اور یې ورته اچولی دی.

د پیښې په لومړیو کې که څه هم د هغوی یو ګاونډي هلته ځان رسولی دی او د اور د ختمولو هڅه یې کړې؛ خو د “ديدي” بدن تر ډېره او سوزولی وو.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپره شویو انځورونو څخه څرګنديږي، چې هغه سخت ژوبل شوی دي، چې له امله یې تر دوه ورځو وروسته نوموړي په روغتون کې ساه ورکړې.

الهام کياني د پولیسو لخوا نیول شوې ده او لا تر اوسه محکمې هغې ته د سزا ورکولو په اړوند څه نه دي ویلي.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *