سل کلنه اوږده جګړه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

سل کلنه اوږده جګړه – افغان وطن

عبدالصمد شاکر

سل کلنه جګړه له هغه اوږدو جګړو څخه ده، چې د فرانسې او برطانيې تر منځ شوې، دغه جګړه له کال ۱۳۳۷ م ـ ۱۴۵۳ م پورې وه، چې له سلو کالونو نه یې زیات وخت واخیست.

انګریزانو دا ادعا لرله، چې ګواکي د فرانسې پایتخت د دوی دی، ځينې هغه لاملونه، چې دغه جګړه یې ونښلوله او د قابو ګلولو پر ځای یې لا پسې اوږده کړه:

له فرانسې څخه د انګلستان د خلاصون هڅه.

د دواړو تر منځ تجارتي راکړه ورکړه مخ په ختمیدو وه، انګریزانو په اقتصادي برخه کې په “پلانډر” باندې اتکا کوله، کوم چې دوی ته د وړیو، انګورو او تازه کجورو کاروانونه رسول.

سره له دې، چې انګلستان یوه مستقله جغرافیه لرله؛ خو مشران یې د فرانسې تر تسلط لاندې وو؛ نو له همدې کبله د فرانسې پاچا دوی ته په فوځي او ملکي کارونو کې د ونډې ورکولو ځينې ډډه کوله او دوی یې له دې کارونو څخه لرې ساتل.

بالاخره فرنګی امیر “پلانډر” مجبور شو او د انګلستان پاچا ته یې شکایت وکړ، په دې کار سره فرانسه په غوصه شوله او د پلانډر تر ولکې لاندې هیواد باندې یې هجوم وروړ او هغه یې د انګلستان تر ولکې په بشپړه توګه وباسه او انګلستان هغه څه چې په دغه هیواد کې یې د اقتصادي رکود په وخت کې تر سره کړي وو له لاسه ورکړل.

فرانسه مخ پر زوړ روانه شوه او پاچا یې اسراف طرف ته مخ کړ، هغه څه چې دی یې بري باله هغه د پاچا په اړه زیاته مبالغه او د پاچا تش چکرونه وو، چې یو خوا او بل خوا یې وهل، دا هغه څه وو، چې فرانسه یې د پور له ادا کولو وغورځوله او د هروخت لپاره يې قرضداره کړه.

پاچا د دې پر ځای، چې نړیوال فوځ جوړ کړي مؤقت فوځ جوړولو باندې اکتفا وکړه او دغه فوځ یې هم خورا محدود وو، چې دغه ټولو کارونو د انګلستان پاچا پر دې زوړور کړ چې په فرانسه برید وکړي.

بل خوا بیا انګليسي پاچا “درېم اډوارډ” د ځان په مظبوتولو او قوي کولو باندې لګیا وو، هر وخت د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره لاس په کار وو، هغه ځان په دې بریالی کړو، چې د ده قانون خلک ومني، له خپلو لاس لاندې کسانو او ټولو خلکو سره یې اړیکې قوي کړې او په دې باندې یې کلک کار پیل کړ، چې قوي، باتدبيره او ماډرن فوځ جوړ کړي او پر دې بريالى هم شو.

نور بیا…

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *