د ولسمشر غني د شخصي ځمکو عشر طالبان ټولوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د ولسمشر غني د شخصي ځمکو عشر طالبان ټولوي – افغان وطن

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني شخصي او پلرنۍ ځمکې عشر وسلوال طالبان ټولوي

ولسمشر غني د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ د سرخاب کلي اوسیدونکی ده او په دغه سیمه کې نیږدې دوه سوه جریبه ځمکه لري خو دا چې په دغه سیمه وسلوال طالبان حاکم دي نو د ځمکې د حاصلاتو ټول عُشر یې وسلوال طالبان ټولوي

د سرخاب کلي یو تن اوسیدونکي قومي مشر او د ولسمشر غني نیږدې قومي عبدالباقي احمدزي پژواک ته ویلي چې یاده ځمکه ولسمشر له خپل ورور او د تره ځامنو څخه په پیسو اخیستې او له پلار څخه هم زیاته ځمکه ورته پاتې ده

عبدالباقي زیاته کړې چې وسلوال طالبان په دغه سیمه کې د ولسمشر غني د ځمکې تر څنګ له نورو ټولو ځمکو عُشر ټولوي

د نوموړي په وینا چې په کال ۱۳۹۵ کې د خوشحال په نوم د ولسمشر غني یو دهقان د ملي امنیت له لوري په دې تور ونیول شو چې د ولسمشر غني د ځمکې عُشر یې وسلوالو طالبانو ته ورکاوو او نوموړی دهقان تر ننه پورې بندي ده

په دې اړه د لوګر ولایت د ولایتي شورا مرستیال عبدالولي وکیل هم پژواک ته ویلي چې د ولسمشر غني د شخصي ځمکو عُشر وسلوال طالبان ټولوي او د نوموړي په پلرني وطن سرخاب وسلوال طالبان حاکمیت لري

وکیل زیاته کړې چې په دغه ولایت کې د ټولو ځمکو عُشر طالبان وړي دلته که خان ده که ګدا ده طالبانو ته ټول یودي او د ځمکو عُشر ترې اخلي د نوموړي په وینا د حکومتي چارواکو لپاره دا ډیره د شرم خبره ده چې د ځمکو عُشر یې طالبان ترې وړي

د لوګر ولایت د والي ویاند شمشاد لاروي بیا ویلي چې دوی خبر دي چې طالبان له خلکو عُشر ټولوي خو که خلک دوی ته هغه کسان په ګوته کړي چې له دوی څخه عُشر ټولوی دوی به هغه کسان ونیسي

لاروي د طالبانو له لوري د ولسمشر د ځمکې د عُشر ټولو په اړه خاموشي ښودلې ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *