عبدالله عبدالله د جمهوري ریاست ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

عبدالله عبدالله د جمهوري ریاست ټاکنو ته نوم لیکنه وکړه – افغان وطن

نن په کابل کې د افغانستان د ملي وحدت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یوې غونډې په ترڅ کې د جمهوري ریاست ټاکنو ته خپله کاندیدي اعلان کړه

عبدالله د خپل ځان لپاره د جنبش ګوند غړی عنایت الله بابر فرهمند د لومړي مرستیال په توګه او د اسلامي وحدت غړی اسدالله سعادتي د دوهم مرستیال په توګه اعلان کړل

عبدالله غونډې ته په وینا کې وویل چې دی د جمعیت اسلامي ګوند له طرفه ولسمشرۍ ته کاندید شوی ده

نوموړی زیاته کړه چې که ولسمشر شو نو د اساسي قانون په پام کې نیولو سره به د ملک نظام بدل کړی او د اجرائیه ریاست چوکۍ او د هغې لپاره به دوه مرستیالان منظور کړي

غونډې ته د جنرال دوستم اوصلاح الدین رباني په شمول ګڼو کسانو وینا وکړې

جنرال دوستم غونډې ته په وینا کې وویل چې که ټاکنې شفافې تر سره شی نو د جمعیت ګوند به یې ضرور ګټونکی وي

عبدالله تر دې وړاندې له حامد کرزي سره هم انتخاباتو ته په مقابله کې دریدلی وو خو ټاکنې یې وبایللې

وروسته بیا په ۲۰۱۴ کال کې بیا ریاست جمهوري ته کاندید شو او له اشرف غني سره یې د مخکښ نوماند په توګه مقابله وکړه خو د جانکیري په منځګړي توب یې حکومت ترمنځ وویشل شو او عبدالله ته د اجرائیه ریاست چوکۍ ورکړل شوه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *