د جمهوري ریاست ټاکنو ته ۱۰ تنو نوماندانو نوم لیکنه کړې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د جمهوري ریاست ټاکنو ته ۱۰ تنو نوماندانو نوم لیکنه کړې – افغان وطن

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو ته تر دې دمه ۱۰ تنو نوماندانو خپل نومونه ثبت کړي دي

دا ځل په ولسمشرۍ ټاکنو کې ځینې داسې خلک هم کاندیدان شوي چې د یو ولایت په سطحه هم پیژندل شوي شخصیتونه نه دي

د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ځینو هغو کسانو هم نوم لیکنه کړې کوم چې تر دې وړاندې د پارلمان چوکیو ته هم کاندیدان شوي وو خو په پارلماني ټاکنو کې ناکام شوي دي

د ریاست جمهوري ټاکنو ته تر دې دمه حنیف اتمر، ګلبدین حکمتیار، احمد ولي مسعود، عبدالطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، عنایت الله حفیظ، نورالحق علومي، فرامرز تمنا، او زلمي رسول خپل نومونه لیکلي دي

ټاکل شوې چې سبا ورځ ولسمشر غني او اجرائیه رئیس هم د ریاست جمهوري ټاکنو ته خپلې نوم لیکنې ترسره کړي

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ټایم ټیبل له مخې سبا به د ریاست جمهوري ټاکنو ته د نوم لیکنې اخري ورځ وي او له سبا ورځې وروسته به څوک نوم لیکنه نشي کولای

ګلبدین حکمتیار چې د ریاست جمهوري کاندیدۍ ته یې ډیر وخت انتظار تیر کړی د پښتنو پر ځای د خپل ځان لپاره دوه تنه مرستیالان ټاکلي چې یو یې ترکمن او بل یې ازبک ده

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو ته په داسې مهال د نوماندانو نوم لیکنې روانې دي چې امریکا ویلي کیدی شي د افغان سولې د پرمختګ په خاطر د ریاست جمهوري انتخابات تر نامعلومې مودې وځنډیږی خو افغان دولت یې پر وړاندې غبرګون ښودلی او وایي چې انتخابات به په خپل وخت ترسره کیږي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *