ولسمشر غني راتلونکو ټاکنو ته خپل ټیم اعلان کړ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ولسمشر غني راتلونکو ټاکنو ته خپل ټیم اعلان کړ – افغان وطن

افغان ولسمشر د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو ته خپل ټیم اعلان کړو

ارګ ویلي چې په راتلونکو ټاکنو کې به امرالله صالح د ولسمشر غني لومړی مرستیال او سرور دانش دوهم مرستیال وي

په ارګ کې ځینو سرچینو bbc ته دا هم ویلي چې ولسمشر به داځل ثریا دلیل د ازبک قوم په استازیتوب په خپل ټیم کې شامله کړي

ټاکل شوې چې ولسمشر غني به د هفتې یا یکشنبې په ورځ ټاکنو ته خپله نوم لیکنه وکړي

ولسمشر همداراز ویلي چې په راتلونکې دورې کې به د اجرائیه ریاست چوکۍ له منځه وړي او ریاستي نظام به رامنځ ته کوي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویلي چې له یکشنبې وروسته به د نوم لیکنې بهیر پای ته ورسوي او نور به چاته د نوم لیکنې اجازه نه ورکوي

بل لور ته د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم راتلونکو ټاکنو ته خپله نوم لیکنه کړې او محمدمحقق یې د لومړي مرستیال او یونس قانوني د دوهم مرستیال په توګه معرفي کړي دي

حنیف اتمر نن د خپلو پلویانو په غونډه کې وویل چې د ۳۰ سیاسي احزابو ملاتړ له ځان سره لري

نوموړي په خبرو کې د ملي وحدت په حکومت کلکې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې که په ټاکنو کې بریالی شو نو صدارتي نظام به رامنځ ته کوي او د دریم مرستیال چوکۍ به هم فعاله کړي

بل لورته محمد شهاب حکیمي هم راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته خپله نوم لیکنه کړې او عبدالولي سرابي یې د لومړي مرستیال او ډاکټر نورحبیب حصیر د دوهم مرستیال په توګه ټاکلي دي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوا اعلان کړی وو چې د راتلونکي حمل میاشتې په ۲۰م تاریخ به د ریاست جمهوري ټاکنې تر سره کوي خو د یاد کمیسیون په وینا د نوماندانو د نوم لیکنې د پڅ بهیر له امله یې دغه نیټه د راتلونکې جنوري یا سرطان تر میاشتې وځنډوله

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *