ساینس او طب، د اسلام په خدمت کې! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

ساینس او طب، د اسلام په خدمت کې! – افغان وطن

لیکوال: خامل وردګ.
_____________________

د رسول اکرم صلّی اللّه علیه وسلّم په ارشاداتو کې، د انساني ژوند دهرې برخې لپاره داسې ګټور تعلیمات موجود دي چې د آخرت له نړۍ نه را دېخوا دلته هم، نغد چغد بېدریغه هېښونکې روحاني، نفسیاتي، ساینسي او طبي ګټې لري! نن سبا چې د نفسیاتو او طب غربي ماهرینو، د انسان د روغتیا، روحي او جسمي سعادت لپاره څومره اصول، تحقیقات او جزئي سپارښتنې وړاندې کړې، هغه ټولې د موږ د پیغمبر علیه السلام په سنتو کې واضح مثالونه لري؛ بلکې دا ویل به ډېر مناسب وي چې همدا وړ نَنَنۍ ټولې موندنې، براهِ راست له نبوي ارشاداتو اقتباس شوې؛ بلکې غلا شوي!

له ظاهري اعمالو واخله بیا تر باطني خصلتونو پورې، که سړی په هره برخه کې د نبوي سنتو او د نويو طبي انکشافاتو مقایسه سره وکړې نو د یو ساتکي لپاره سړی حیران شي؛ خو بېرته یې حیراني هله ختمه شي چې دا سې فکر وکړي: اوسنی ساینس_ چې طب یې هم یوه شعبه ده_د کایناتو او انسان یوه نیمکړې، لنډمهاله، متزلزله او متعارضه بشري مطالعه ده او د موږ دین بیا د همدې کایناتو له هرې ذرې _ذرې نه د باخبره خالق هغه تعلیمات دي چې د انسان د اخروي او دنیوي بهبود لپاره یې د خپل پیغمبر په وسیله تر موږ رارسولي؛ نو د حیرانۍ پځای باید د دې انتظار وشي چې په مادي علومو سمبال او غَره غرب، لا نور څومره زموږ د دین د تشریح او شاګردۍ ویاړ تر لاسه کوي.

نو اې د ژوند په هره برخه کې د غرب مقلده! کلمه ګویه کمَسْله! مسلمانه! د خدای روی ته وګوره نوره پځان پورې دنیا مه خندوه! د یو خوشحاله او نېکمرغه ژوند لپاره د غرب له ړانده تقلیده تېرشه! او خپل دین ته مخه کړه؛ ته د همدې مقصد لپاره د هېڅ قوم د دروازې ټکولو ضرورت نلرې!

د تا په لیدو راته هغه ګدایي ګر رایادیږي چې د خپل کور په مخ کې یې هر تېریدونکي لاروي ته، د یوه غیران په تمه لاس اوږداوه! پدې کې پرې یو صاحبِ کشف بزرګ راغی؛ او په لیدو یې یوه ډېره پر اسراره او تعجب آمېزه موسکا په شونډو وغوړېده! مریدانو یې د خندا وجه وپوښته، ده یې په ځواب کې ووې: دا خوارکی پدې ندی خبر چې په تر پښو لاندې ځمکه کې یې یوه بېش بهاء خزانه دفن ده؛ خو دی د یوه غیران په تمه هر پردي ته لاس اوږدوي!!!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *