ورېندار کۀ خدایي خدمتګاره؟ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

پوهنه او فرهنګ خبرونه

ورېندار کۀ خدایي خدمتګاره؟ – افغان وطن

وادۀ دې ورور ته وشي خو تر هغه ستا ډېر خدمت کوي حال دا چې حق دې پرې نشته. پۀ یو وخت کې هم خاوند ته ځان راسوي، هم د خاوند د کورنۍ هر غړي، مشر کشر غټ وړوکی جنۍ هلک، ایندرور، خسر، خواښې ته.

هلته خسر ته د اودس اوبه ګرمې کړي، دلته یې د پرهېز شوې خواښې دپاره د چرګې یخني پۀ اور اېښې وي، بل طرف ته خاوند ورچغه کړي هله راشه زوی دې چغې وهي، ایندرو پې راغږ کړي! وه ورېندار وږي یوو ډوډۍ تیاره کړه، لېور نارې کړي: جامې راته اوتو کړه ژر ژر، چې روان یم کار لرم.

خپله نه د ځانه خبره وي، نه د خپلو جامو نه ، نه خو یې د ډوډۍ وخت معلوم وي، نه د چایو.

د اختر پۀ ورځ چې ټولو رنګینې جامې اچوي، عطرونه لګوي، ورېندار لګیا وي کور پاکوي، د ټول کور جامې اوتو کړي، او چې سړي د لمانځه نه راشي دې ورته چای مخې ته اېښې وي

خپلو ورېندارګانو ته لکه د خور مینه ورکړئ، بې مینې یې مۀ پرېږدئ چې حتی که خپل ورور وریاد شي تاسو یې هر درد ته دوا شئ، کۀ بازار نه یې سودا پکاره وي ورته یې راوړئ، کله کله که مو وس رسي د ښار نه ورته وړې وړې ډالۍ او د هغې د خوښې ډېش(خواړه) راوړئ!

پۀ پښتون ټولنه کې چې ډېر حق یې غصب شوی فکر کوم همدا ورېندار ده.

ساجد امان

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *