ملي هنداري ته یوه سیاسي او اجتماعي کتنه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
نوميالي

ملي هنداري ته یوه سیاسي او اجتماعي کتنه – افغان وطن

(۲)

موسی جان او ولي جان: ظلم پای نه لري، او ظالم نامرده او ډارن وي

د نکل اناټومي

د موسی جان او ولي جان داستان د ملي هنداري له مهمو سیاسي او اجتماعي نکلونو څخه دئ. دا نکل اوږد دئ، څو مهم کرکټره لري، نو لهذا لنډیز هم څه اوږد دئ. پدې وخت کي، سهېل پاچا دئ. هغه یو فاسد، بې ناموسه، او نامرده پاچا دئ. څلوېښت ښځي لري، خو مدام د خپل ارګ په برجونو کي ناست وي او د خلګو کورونو ته په دوربین کي ګوري. ښکلي پېغلي او مړوښي ښځي په نښه کوي، او په زور او جبر ئې غواړي. سهېل یو غدار، رشوتخوره، او ډارن حاکم هم دئ.

د سهېل په ریاست کي دوه سوداګر او دولتمن وروڼه – فېروز او نوروز – ژوند کوي. یوه ورځ، سهېل د فېروز کورته دوربین وراچوي، او د هغه ښایسته لور ببۍ، چي سترګي نه پر روڼېږي، ویني. سمدستي سهېل مرکه وراستوي. د ببۍ کورنۍ مخالفت او جڼه جڼه کوي، خو سهېل هغوی په مرګ تهدیدوي، او بالاخره هغه ترلاسه کوي.

پدې وخت کي، د فېروز او نوروز د مېرمنو دوه نور ماشومان — موسی جان او ګلمکۍ — پیدا کېږي. د داوړو نکاح په کوچینوالي کي کېږي. دوی غټېږي، او قلبي مینه ئې لا سره زیاتېږي. څه موده وروسته، دواړه پلرونه مړي. موسی جان غواړي چي ګلمکۍ ور واده کړي، خو د ګلمکۍ مور او خویندي مخالفت کوي. او وايي،«د مړه خبره په مړه پسې ولاړه.» هغوی پوره ولور غواړي، او «که نه وي، نه سره رسېږي.» څه وخت وروسته، موسی جان د خپلي ماینې د راوستلو هڅه بیا کوي، خو د ګلمکۍ مور او خوندي بیا ولور ترې غواړي. موسی جان غیرتي او باناموسه ځوان دئ، او نه غواړي چي خپله د اکا لور «په زوره د ښځو» څخه راوباسي. بس، طبیعت ئې خټه کېږي، وطن خوشي کوي. په بل ملک کي ګوروان کېږي. هلته د یو ملنګ سره اشنا کېږي، او د رباب ږغول ترې زده کوي. په رباب وهلو کي پوخ ماهر او استاد ترې جوړېږي.

موسی جان که څه هم په یوې بورژوا کورنۍ کي پیدا سوي دئ، او نور ټول ورړنه ئې تجارت کوي، خو «دی هیڅ نه کوي، یوه خاشه پر بله نه ایزدي.». موسی جان مجلسي او د موسقي شوقي دئ. زیات یاران لري. خپل ټول ثروت خوري، او بالاخره لڅ لپړ کېږي. د پلار تر مرګ راوروسته، موسی جان او نور اووه وروڼه یې وېش سره کوي

د داستان بل اتل ولي جان نومېږي. ولي جان یو تورزن او پهلوان دئ. په منیځنۍ طبقې پوري اړه لري. د ولي جان او یو بل دولتمن سړي پر مځکه دعوه کېږي. ولي جان سهېل باچا ته عرض کوي. خو سهېل د ولي جان پر خلاف قضاوت کوي، «که څه هم باچا په خبر وو چي حق د ولي جان په جانب دئ.» د ولي جان حریف د سهېل مامورینو او درباریانو ته رشوت ورکوي. د سهېل همدا ظالمانه قضاوت د ولي جان طبیعت ور خټه کوي، او د ځان سره وايي،«خیر، زه به هم خپل واري ته ګورم.»

خیر په هر صورت، زمانې تېري تېرېږي، یو وخت د پسرلي په موسم کي د سهېل باچا ۴۰ ماینې او مشره ملکه، ببۍ، د سېل او هوا خوري لپاره دښتونو ته وځي. پدې وخت کي ولي جان په ښکار راوتلی دئ، او ناببره د سهېل پر ښځو برابرېږي. ولي جان وخت «غنیمت» ګڼي، او مشره ملکه برمته کوي. د سهېل طبیعت ډېر خرابېږي، ځکه له یوې خوا یې ښاېسته ماینه ورکېږي، او بل د دې کار «بدنامي» ئې زهېروي.

سمدستي د سهېل باچا د جاسوسۍ دستګاه فعاله کېږي، او د ګلمکۍ څرګ لګوي. ګلمکۍ داسي ښاېسته ده چي په غاړه کي یې اوبه معلومېږي. که څه هم ګلمکۍ د موسی جان په نکاح ده، او کورنۍ ئې سهېل ته وايي چي پدې کار مو «غاړي بندېږي،» خو سهېل ورته وايي خدای خبر چي موسی جان مړ دئ او که ژوندی. «که بالفرض راغی، زه به ښه ښځه ور وغواړم.» خو ګلمکۍ پر موسی جان مینه ده. یوه پښتنه او باوفا پېغله ده، او نه غواړي چي د سهېل سره واده وکړي. خو بالاخره سهېل د ټولو افغاني او اسلامي قوانینو پر خلاف ګلمکۍ خپل ارګ ته بیايي. ګلمکۍ د خود کشۍ تهدید کوي، او د وخت د تېرو په مقصد داسي مشکل شرایط ږدي چي د سهېل هیڅ پهلوان او ښکاري ئې نه سي تر سره کولای.

پدې وخت کي، موسی جان پدې کیسه خبرېږي. ګورواني خوشي کوي، او د ولي جان سره د ورورۍ لاس ورکوي. ولي جان په سیمه کي مشهور بهادر او وتلی ښکاري دئ. څرنګه چي ببۍ د موسی جان د اکا لور ده،‌ او اوس د ولي جان ښځه ده، د موسی جان او ولي جان یاري لا پخه کېږي، او دواړه د یو واحد دوښمن په مقابل کي متحده جبهه جوړوي. څرنګه چي د سهېل باچا ښکاريان د ګلمکۍ شرایط نه سي تر سره کولای، نو لهذا د سهېل استخبارات د موسی جان او ولي جان څرک لګوي، ځکه هغوی پدې سیمه کي تر ټولو پاخه او ماهر ښکاریان او پهلوانان دي. سهېل په اول سر کي د موسی جان او ولي جان د راوستلو لپاره څو تنه خشره عسکر وراستوي، خو ولي جان او موسی جان هغوی وژني، او یو کس ئې په تېښته بېرته ارګ ته ځان رسوي، او سهېل ته دا هم وايي چي ببۍ د ولي جان سره ده.

سهېل بل ځل د ولي جان او موسی جان د راوستلو لپاره مهر کړی قرآن شریف، سیدان او ملایان وراستوي. هغوی ته وايي:«ورسئ رضا یې کئ، را یې ولئ.» کله چي سیدان او ملایان د ولي جان او موسی جان کلا ته رسېږي، سمدستي قرآن مجید د هغوی په غېږ کي ور اچوي، «هغو قرآن واخیست، مچ یې کی. نو یې ورته وویل چي څه نقل دی؟» هغوی د ګلمکۍ او سهېل بیان ورته کوي. ولي جان او موسی جان هغوی رخصتوي، او د ورتګ وعده ور سره کوي. خو د ولي جان اتله او هوښیاره خور، تانو، د هغوی د ورتګ مخالفت کوي، او وايي،«د دښمن په قرآن او قسم باور نسته.» خو ولي جان او موسی جان د تانو مشوره نه مني، او د سبا له پېغور څخه بېرېږي. او هم نه غواړي چي د «ښځو تر پلو لاندي» پټ سي.

کله چي سهېل د داستان دا دوه قهرمانان په خپله ساحه او دام کي ویني، ډېر خوشحاله کېږي. د استقبال لپاره ئې خپله مخته وروزي، او په خپل ارګ کي ځای ورکوي. پدې ترڅ کي، ګلمکۍ د موسی جان په ورتګ خبرېږي. موسی جان د ګلمکۍ شرطونه ګټي. خو کله چي ګلمکۍ خبره سي چي موسی جان او ولي جان بېرته د تلو نیت کړی دئ، هغه پیغام ور راستوي چي«مه ځي، زما ملېمانه یاست.» که څه هم ولي جان د پاته کېدو مخالفت کوي، خو موسی جان «عاشق» وو، «ویل یې زه پاتېږم. نه ځم.» دواړه د ګلمکۍ کره پټ مېلمانه سي.

سهېل باچا پدې جریان باندي خبرېږي.‌ خو «د لاسه یې هم څه نه کېږي، ځکه ځیني بېرېږي.» سهېل پوهېږي چي که چیري هغوی ونیسي، ګلکمۍ خود کشي کوي. بل دا چي دواړه د وطن نامتو او مخور پهلوانان دي «خامخا نام بدي او لوی فسات پېښېږي.» بالاخره، د باچا مجلسیانو ورته وايي یوه « شیطانه او مکاره» بوډۍ پیدا کړه، او دواړه هیروګان په زهرو ووژنه. سهیل همدا خدعه کاروي، موسی جان بچېږي، خو ولي جان څه مسمومېږي. تر څه جنګ وروسته، ولي جان مري.‌ موسی جان هم بالاخره د سهېل سره په یوه کي جنګ کي وژل کېږي. ګلمکۍ د موسی جان په زیارت کي له خدایه د مرګ خواست کوي، دعا ئې قبولېږي. د خپل مین سره یو ځای ښخېږي. د ملي هنداري په داستانونو کي د عاشقانو خواست تل قبولېږي.

څرنګه چي سهېل د ښاېستو نجونو په حاصلولو کي ناکامه کېږي، دا ځل تانو ته مرکه کوي. تانو زړوره او چټه پېغله ده، او داسي ښاېسته ده لکه اوم پېروی. تانو یې مرکه د خپل وروڼو او واره د غچ اخیستلو لپاره مني، او بالاخره د سهېل باچا سره تن په تن جنګېږي. که څه هم سهېل د ځان د خلاصون لپاره تانو ته زیاتي «زارۍ» کوي، خو تانو همدا بې ننګه باچا وژني. وروسته تانو د یو «غریب» کس سره واده کوي، او د حکومت واک هغه ته ورسپاري.

د عبرت سیاسي درسونه: یو حاکم باید تل د خلګو خصوصي ملکیت او ښځو ته احترام وکړي

ماکیاولي په خپل مشهور کتاب «شهزاده» کي لیکي،«اکثره خلګ تر هغه وخت پوري اطاعت کوي تر څو ئې خصوصي ملکیت او عزت ته صدمه نه وي رسېدلې. عام خلګ هله له یوه حاکم څخه کرکه پیدا کوي چي د هغوی خصوصي ملکیت او ښځو ته په بده سترګه وګوري. یو حاکم باید لدې دواړو څخه پرهېز وکړي.» بل ځای وايي، «انسانان د خپل پلار مرګ هېرولای سي، خو خصوصي ملکیت ته ئې تاوان هیڅکله نه هېرېږي.»

سهېل باچا د ماکیاولي لدې دواړو سپارښتونو څخه مدام سرغړونه کوي. کله چي د ولي جان او یو بل خان د مځکي پر سر دعوه رامینځته کېږي، سهېل په ناحقه ولي جان ملامتوي، «که څه هم باچا په خبر وو چي حق د ولیجان په جانب دئ.» د ولي جان مدعي د باچا سره «تیار» دئ، او د خپلي دعوا د ګټلو لپاره درباریانو ته رشوتونه ورکوي. د سهېل دا ښکاره ظلم پر ولي جان باندي ډېر ګران تمامېږي، ځکه مشروع ملکیت ئې ترې غصبېږي. بلخوا، د ولي جان لپاره دا یو ستر شرم او ننګ دئ، ځکه په زوره یې جایداد ترې اخسیتل کېږي. نو طبعا د باچا سره عقده پیدا کوي، او فیصله کوي، «خېر، زه به هم خپل واري ته ګورم.» او کله چي ولي جان د پسرلي په موسم کي په یوه سمسور او زرغون دښت کي د سهېل باچا پر ښځو باندي برابرېږي، وخت «غنیمت» ګڼی. ځکه زړه ئې له ډېره وخته پاچا ته «ډک» وو. نو لهذا، د باچا ګرانه ماینه پر آس په «زوره» سپره وي، او د ځان سره ئې یرغمل بیايي.

ابن خلدون په المقدمه کي لیکي د یوه حاکم له طرفه د خلګو پر خصوصي ملکیت باندي تجاوز په یوه ټولنه کي تجارت او د ثروت د پیداکولو انګېزه وژني. د ټولني امن خرابوي. حکومت او خلګ سره بېلوي. په جامعه کي بې قانوني او انارشي تقویه کوي. خلګ دېته مجبوره کوي چي له کاره لاس واخلي، او په ټولنه کي ثبات او اعتماد له مینځه وړي. ابن خلدون وايي د سیاسي حاکمیت اصلي معنی او هدف دا دئ چي په ټولنه کي انصاف او عدالت قایم سي.

که څه هم سهېل باچا څلوېښت ښځي لرلې، خو بیا هم تل په خپل قلمرو کي د ښایسته ښځو د پیدا کولو په لټه کي وي، او د دې کار لپاره خاص استخبارات لري. عموما د دې مقصد لپاره له « مکاري بودۍ» څخه کار اخلي. سهېل دغه راز له دوربینه هم استفاده کوي، په اصطلاح له تیکنالوژۍ څخه ناروا ګټه پورته کوي. د خپلو خلګو خصوصي حریم ته هیڅ درناوی نه کوي، او په اصطلاح د خلګو «پرایوسي» ته بې احترامي کوي. هغه تل د ارګ پر بام او برجونو کي ولاړ وي، او د خلګو کورونو ته په دوربین کي ګوري. د وطن خلګ مجبوره کېږي چي خپلي ښکلي ښځي او پېغلاني پټي کړي. د ګلمکۍ کورنۍ هغه په زیرخانه کي پټوي، او د هغې د مرګ دوراغجنه چوکچوکه ګډه وي، او حتی په درواغ ئې فاتحه هم اخلي.

سهېل په بې ناموسي کي دونه مخته ځي چي حتی مړوښي ښځي هم د ځان لپاره غواړي. کله چي سهېل د موسی جان ښځه ګلمکۍ په زوره بیايي، ګلمکۍ ورته وايي،«ما ته مه را تېرېږه، ځکه زه بل مېړه لرم.» ګلمکۍ ورته وايي چي یا د موسی جان د ژوند او مرګ احوال رامعلوم کړه چي ما ته «طلاق» راکړي، «یا زه ځان وژنم. زما دید پر تا حرام دئ.»

پدې ترتیب، د سهېل ظلم او ناروا د وطن خلګ ترې خوابدي کوي. ځکه کله چي موسی جان او ولي جان ئې دربار ته ورځي، هغه غواړي چي دا دوه کسان مړه کړي خو د خلګو له عکس العمل څخه بېرېږي. ځکه دواړه د هیواد محبوب پهلوانان دي، او د ځان سره وايي که دوی ووژنم، «خامخا نام بدی او لوی فسات پېښېږي.»

سهېل د خپل رعیت د ښځو په برخه کي دونه متجاوز دئ چي کله موسی جان او ولي جان دواړه مړه سي. سهېل د ولي جان شجاع او هوښیاري خور، تانو، ته مرکه ورلېږي، ځکه «پر هغې مین هم وو.». تانو داسي ښکلې ده چي ورور پر مینېږي، او ګل پر مښلي. تانو پوهېږي چي د خپل ورور، وراره، او موسی جان د انتقام اخیستلو لپاره ښه فرصت په لاس ورغلی دئ. نو لهذا، تانو د سهېل مرکه مني. تانو د د سهېل مرکې ته وايي،«سهېلی ته ووایاست چي درېیمه ورځ زموږ و ستاسي سره وعده ده. درېیمه ورځ به راسې. درب و دروب مه جوړوه. په پټه خوله به خپله نکاح سره وتړو.»

په همدې دریو ورځو کي تانو د خپل کور ټولو ښځو ته نظامي تمرینات ورکوي. توري او سپرونه ور وېشي. د جنګ، تهاجم، او دفاع چلونه ورښيي. ټولو ښځو ته وايي،«چي سهېل راسي هوښ کوئ چي ژوندی در څخه ولاړ نه سي. زموږ نارینه ئې توله مړه کړه، اوس ئې موږ ته ننګلي دي، او په سپیتانه او چم به یې هم نه وژنو چي بیا مو نوم بد نه سي.»

د عبرت بل مهم سیاسي درس: په حاکمه طبقې کي یو مهم ژور سیاسي بدلون

د موسی جان او ولي جان د نکل یو سیاسي اړخ دا دئ چي په وروستي پړاو کي کله چي تانو او ښځينه ملګري ئې سهېل مړ کړي، د وطن په سیاسي حاکمیت کي یو ژور بدلون راځي. د داستان له روح او بیانه داسي ښکاري چي پخواني حاکمان او ټاپ کسان له قدرته پسي اخیستل کېږي، ځکه د داستان قهرمانه تانو یو «غریب» کس پر «حکومت» کښېنوي. پدې ستر سیاسي بدلون کي، یوه مهمه مسله دا ده چي اول تانو په اصطلاح «کېنګ مېکره» ده. مانا تانو دونه قدرت لري چي پخپله خوښه یو څوک د آینده حکومت مشر کوي. د هغې په پدې تصمیم کي هیڅوک مداخله نه کوي، بلکي هغه په یوازي سر دا مهمه او حیاتي فیصله کوي.

بله د پام وړ موضوع دا ده چي نوی حاکم یو «غریب» کس دئ. حتی دونه بې نومه او نښانه دئ چي راوي ئې نوم قدري هم نه یادوي. صرف دونه راته وي چي هغه غریب شخص دئ. مانا د ټولني په محروم کلاس پوري اړه لري. د پخوانیو ارستوکراټانو له ټل څخه نه دئ. لدې مهم سیاسي او اجتماعي بدلون راوروسته، د نکل له آخرې جملې څخه داسي ښکاري چي وروسته په وطن کي سوله او امن تامینېږي، «دا سړی یې مېړه کی، پر حکومت یې کښېناوه، سره بېغمه سوه.» دلته «سره بېغمه سوه» دا راته ښيي چي ملک لدې شخړو را وروسته آرامېږي. جنګونه او سیاسي لګه درګه ختمه سوه، او د وطن خلګ همدا نوی کس د خپل مشروع مشر په حیث منی. بالاخره د قدرت د نیولو لپاره سیاسي رقابت، کشمکش، جنګونه او ورور وژنه ختمېږي.

د عبرت اجتماعي درسونه:

د موسی جان او ولي جان نکل د حاکمي او بورژوا طبقې حالات بیانوي. موسی جان په یوې تجاري کورنۍ کي پیدا سوی دئ، او ولي جان یو مرفه زمینداره دئ. د دې داستان مناسبات زیاتره د حاکم کلاس مشکلات بیانوي، او د ښکتې طبقې د مشکلاتو او مسایلو په باب څه نه وايي. د داستان ټول اتلان او اتلاني د لوړي طبقې خلګ دي.

د عبرت اجتماعي درس: د موسی جان او ولي جان په نکل کی د مېرمنو رول

لکه څنګه چي مو مخکي اشاره ورته وکړه د موسی جان او ولي جان نکل پر ناموس او خصوصي ملکیت باندي راڅرخي، او د یو ناروا باچا پر ظلم او بې ناموسیو باندي متمرکز دئ. پدې داستان کي دا ښودل کېږي چي یو نامرده باچا نه یوازي خپل ځان او ریاست خرابوي، بلکي د څو کورنیو او ځوانانو ژوند هم تباه کوي. د خونړي جنګونو سبب ګرځي، او په ټولنه کي د هرج و مرج او انارشي باعث ګرځي.

د سهېل د شهوت څرګنده قرباني د موسی جان کورنۍ ده. کله چي سهېل د موسی جان د اکا لور، ببۍ، په دروبین کي ویني چي په خپل کور کي ورېښتان ږمونځوي، سهېل سمدستی پر ګرمېږي، او د حاصلولو لپاره ئې کوښښ پېلوي. که څه هم ببۍ نه غواړي چي د سهیل سره واده وکړي،‌ خو ناروا سهېل د مرګ تهدید کوي. همدا سبب دئ چي له داستانه ښکاري چي ببۍ پدې واده او وصلت نه ده خوشحاله. کله چي د ولي جان سره واده کوي، تر پایه د هغه سره پاته کېږي. ولي جان سخت باندي ګران وي. او بالاخره د سهېل په وژلو کي د تانو سره بشپړه مرسته کوي.

د ملي هنداري د داستانونو په جنګونو کي د پښتنې مېرمنو شرکت یوه عامه پدیده ده. خو د موسی جان او ولي جان په نکل کي د ښځو ونډه ډېره بارزه ده. او داسي ښکاري چي د نکل راوي د ښځو سره نهایت زیاته خواخوږي او سمپتي لري. ځکه پدې داستان کي، سهېل یو شهوت پاله، بې ناموسه، او ظالم باچا ښودل کېږي، خو د نکل ښځينه هېروګاني باوفا، شجاع، او سپېڅلي پښتنې معرفي کېږي.

د دې داستان بل اجتماعي او نظامي اړخ دا دئ چي د ولي جان او موسی جان د کور ښځي د یوې مرګانۍ معرکې لپاره پوره نظامي ترتیبات نیسي. ټولي ښځي د تانو تر قومندې لاندي نظامي تمرینات او روزنه ویني. هغوی د تن په تن جنګ لپاره ټرېنګ کوي، او د توري او سپر د کارولو تمرین کوي. تانو ورته وايي، «هر څه چي ما کول هغه به تاسي کوئ!» پدې افسانوي معرکه کي تانو، د ولي جان ماینه، د میر ولي ماینه، او دوې درې نوري مینځیاني شاملي دي.

د داستان په آخر کي، د سهیل مرګ نهایت عبرتناکه دئ. ځکه د نکل راوي سهېل او یوه مظلومه مګر سپېځلې او شجاع پښتنه تن په تن په جنګ سره ورولي. د نکل په وروستي پړاو کي، کله چي سهېل د تانو کور ته ورزي. باچا ښه ځان تیار کړی وي. حمام ئې نیولي وي. ښې د پاچاهي جامې اغوستي وي. خو تر ډوډۍ خوړولو راوروسته، تانو سمدستي توره او سپر رااخلي، او د سهېل مخته یې ایږدي. او ورته وايي،«دغه دي توره دغه دي سپر دئ! زما وراره او وړونه دي وژلي دي. اوس نو زما وار دئ. یا به دي مړ کم، یا به مي مړه کې.» پدې وخت کي تانو پر نامرده او ډارن سهېل باندي ناره کوي:

سهېلیه توره اخله راولاړېږه! سهېلیه د ښځي خیال راباندي مه کړه!
سهېلیه ښځه نه یم مه شرمېږه.

د تانو په دې حماسه يي او له مروته ډک حرکت کي څو مهم ټکي پراته دئ. لومړی دا چي تانو پر سهېل باندي ناببره حمله نه کوي،‌ بلکي لومړی خبرداری ورکوي. د مبارزې میدان ته ئې رابولي، او د یوې شجاع افغان مېرمن په شان سهېل ته توره او سپر ورکوي. مانا جنګ منصفانه او برابر دئ. دواړي خواوي په یو رقم وسلو سمبال دي. هیڅوک پر بل چا باندي تسلیحاتي برتري نه لري. بل دا چي قهرمانه تانو ورته وايي،«سهېلیه د ښځي خیال راباندي مه کړه!» او «سهېلیه ښځه نه یم مه شرمېږه.» دلته تانو د سهېل مېړانه ور چنلچوي. هغه ته وايي چي شرمېږه مه، ستا جنګ او مقابله د یوې سیالي پښتنې سره ده. پدې تن په تن معرکه کي، د سهېل مېړانه چنلچېږي، او هغه بې همته معرفي کېږي.

کله چي ډارن سهېل د زمرۍ تانو خوني سترګو ته ګوري، سمدستي یې تانګونه سستېږي، همت له لاسه ورکوي، او زارۍ او جګۍ ورته کوي. خو تانو د سهېل ننواتي او عذر نه مني، څو بالاخره سهېل ناچاره کېږی، او توره راخلي او تن په تن جنګ شروع کېږي. تانو داسي کاري ګوزار ور باندي کوي چي سهېل دوه ځایه کېږي، او د یوه بې ننګه او بې ناموسه باچا حیواني ژوند ختمېږي.

د همدې معرکې بله مهمه موضوع دا ده چي سهېل حتی په مرګ کي هم بې آبه کېږي. ځکه تانو او ښځینه ملګري ئې د سهېل جسد ټوټه ټوټه کوي، او په جوال کي یې اچوي. د سهېل د جسد ټوټې د هغه پر ډارونو او بې همته سردارنو باندي وېشي. د سهېل ملګري سرداران چي د خپل پاچا پرې کړې ککرۍ پر میدان باندي ویني، سخت وارخطا کېږي. خو تانو او ملګري ئې پر هغوی باندي هم برید ښخوي. ځیني سرداران مړه کوي. څوک په تاخته او منډه ځان ژغوري، او څوک په زاریو، ننواتو، او توبو باندي ځان خلاصوي.

دلته د سهېل او سردارانو دا ډول مرګ او بې عزتي دا ښيي چي د داستان د راوي زړه سهېل ته سخت خوړین دئ. رواي هڅه کوي چي په هر شکل چي وي د سهېل بې همتي رابرسېره کړي، او یو بې عزته مرګ ور په نصیب کړي. په ښځو ئې ووژني، او غوښي او هډوکي ئې په جوال کي واچوي.

دغه راز، کله چي سهېل د موسی جان په جنګ ورځي، د داستان راوي په سهېل د ګلمکۍ کالي اغوندي.‌ د هغې پوړني ور پر سروي. سهېل د ښځو په جامه پټ «خنجر او پېشکوزه» ورسره راخیستي، او پداسي حال کي پر موسی جان باندي حمله کوي‌ چي موسی جان د ګلمکۍ خیال باندي کوي، او په غېږ پوري ئې کلک نیسي. خو سهېل په همدې حالت موسی جان په جنجر وهي، او وژني یې. د سهېل باچا داسي ذلت او نامردي د هغه د حیواني فطرت نماینده ګي کوي، او د داستان راوي په هر شکل د سهېل ذلالت او بې همتي رابرسېره کوي.

او بالاخره، پدې داستان کي دا هم ښودل کېږي چي ظالمان عموما ډارن او نامرده وي. کله چی تر تهدید لاندي سي، زارۍ او جګۍ کوي. د جنګ په میدان کي عموما تښتي، او د ځان د خلاصون لپاره له ښځو څخه د امان خواست کوي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *