لوګر کې د تجربوي لیسې ودانۍ ګټې اخیستنې ته چمتو شوه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اقتصاد خبرونه

لوګر کې د تجربوي لیسې ودانۍ ګټې اخیستنې ته چمتو شوه – افغان وطن

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د تجربوي زده کړو د لیسې ودانې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

په دې اړه نن جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال په وینا کې وویل چې یاده ودانۍ د یولس میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کال په دوران کې جوړه شوه

د پوهنې د رئیس په وینا چې یاده وداني په اتو خونو مشتمله ده او ټول لوازمات پکې برابر دي

یادې غونډې ته د لوکر والي محمدانور اسحاق زي هم غونډې ته وینا وکړه او له خلکو یې وغوښتل چې خپل اولادونه تعلیم ته وهڅوي

دلوګر ولایت ۳۱۳ ښونځي لري خو له جملې څخه یې ۱۱۷ ښونځي ودانۍ نلري

د لوګر ولایت یو له ناامنه ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې وخت ناوخت په کې جګړې زور اخلي

افغان ولسمشر د انتخاباتي کمپاین په وعدو کې ویلي چې که راتلونکې دورې ته واکمن شو زیات ښونځي به ورغوي خو خلک یې له وعدو ناهیلي شوي او وایي چې په تیر انتخاباتي کمپاین کې یې چې کومې وعدې ترسره کړې وي په هغو یې وفا نه ده کړې

د لوګر ولایت د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي غونډې ته په وینا کې د پوهنې له ریاست څخه شکایتونه وکړل او زیاته یې کړه چې د یاد ولایت زیاتره ښونځي ودانۍ نلري او د ښوونې او روزنې کمیت او کیفیت یې ناکاره ده

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *