اې دلته ګوره! هر کار پخپل وخت کې کوه! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

اې دلته ګوره! هر کار پخپل وخت کې کوه! – افغان وطن

خامل وردګ

دوباره دې راتله نشته په دنیا!
نن دې وار دی، که دروغ کړې که رښتیا!
_________________________

دا د اللّه تعالی هم فطري او هم شرعي قانون دی چې د هر څه او هر کار لپاره یې یو مالوم او محدود وخت ټاکلی، هر کله چې له هغه وخت نه واوړي بیا پرې هېڅ اثر نه مرتّب کیږي. مثلآ، د تکوین او فطرت په عالَم کې موږ وینو چې د شیانو کرل یو مالوم وخت لري که یې په هغه وخت کې نه؛ بلکې بېوخته وکرې نو نه راشنه کیږي. همداراز د تشریع په نړۍ کې هم وینو چې د هر عبادت لپاره یو معین وخت ټاکل شوی، که په هغه کې اداء نکړی شي نو بیا نه اداء کیږي!

په هرحال! خبره رانه اوږده نشي، مطلب مې دا لاندې آیت کریمه دی چې د همدې پورتني مطلب په هکله پکې عجیبه نکته او تعلیم پروت دی: اللّه تعالی د فرعون د غرقېدا د وخت حالت داسې انځوروي:
:. . .(حتّی اَدْرَکهُ الغَرَقُ قالَ، آمنتُ انّه لا اِلهَ الّا الذي آمنتْ بهِ بنواسرائیل وَانا منَ المُسلمینَ. یونس.۹۰) یعنې فرعون د غرقېدا په وخت کې وویل: ایمان مې راوړی پدې چې د بنی اسرائیلو له اللّه نه ماسواء بل هیڅ اللّه نشته او زه له مسلمانانو څخه یم. مدارک التنزیل، تفسیر یې لاندې داسې لیکي: کرّرَ فرعونُ المعنی الواحدَ ثلاثَ مرّاتٍ فی ثلاثَ عباراتٍ، حِرصآ علی القبولِ ثمّ لمْ یُقْبل منه؛ حیثُ اخطأ وقتَه وکانتْ المرّةُ الواحدةُ تَکفی فی حالةِ الاختیارِ!! یعنې فرعون د ډېر حرص له وجې، د خپل ایمان اقرار، په تکراري ډول په دریو بېلابېلو تعبیراتو سره وکړ:
۱-آمنتُ.. ایمان مې راوړی!
۲-لا اله الا اللّه.. له اللّه نه بغیر بل الله نشته!
۳-وانا من المسلمین. او زه مسلمان یم!
خو دا اقرار یې قبول ځکه نشو چې بې وخته یې وکړ؛ خو که همدا اقرار یې په خپل مناسب وخت کې کړی وای؛ نو یوازې یو ځل هم کافي و!!!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *