امریکا له سوریې د ځواکونو په ایستلو رسما پیل وکړ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

امریکا له سوریې د ځواکونو په ایستلو رسما پیل وکړ – افغان وطن

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرامپ په دې ورستیو کې اعلان وکړو چې په سوریه کې یې داعش ډلې ته ماتې ورکړې او نور امریکا خپل ځواکونه له دغه هیواد څخه باسي

د ټرمپ له دې ناڅاپي اعلان سره په امریکا کې د ننه او بهر ضد او نقیض عکس العملونه وښودل شول

د امریکا یو لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي چې امریکا له سوریې څخه د خپلو ځواکونو او فوځي تجهیزاتو په ویستلو پیل وکړ

یاد پوځي چارواکي ویلي چې حالاتو ته په کتلو سره دوی نشي کولی هغه شمیره په ډاګه کړي چې څومره امریکایي پوځیان له سوریې وویستل شول

ډونالډ ټرمپ په دې ورستیو کې داسې تګلاره غوره کړې چې غواړي د امریکا سرحدات مضبوط کړي او له نورو هیوادونو خپل پوځیان بیرته هیواد ته ستانه کړي

د ټرمپ له دې تګلارې سره په نړی کې زیاتره هیوادونو خوښي وښودله خو په امریکا کې ځینو ګوندونو د ټرمپ دغه کار بې احتیاطي وبلله

ډونالډ ټرمپ څو ځله تکرار کړه چې دی به نور له پردیو هیوادونو خپل پوځیان راټولوي چې په دې اړه یې د افغان جګړې د سولییز حل په موخه زلمی خلیلزاد خپل رسمي استازی وټاکه تر څو له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې اترې وکړي او نور د افغان ملا ماتونکې جګړې نه ځان خلاص کړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *