شاه محمود قریشي ویلي کوشش به وکړي طالبان او افغان دولت سره کینوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه سيمه او نړۍ

شاه محمود قریشي ویلي کوشش به وکړي طالبان او افغان دولت سره کینوي – افغان وطن

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی به په خپل ټول توان کوشش وکړي تر څو طالبان دې ته مجبور کړي چې له افغان دولت سره خبرو ته کیني

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دغه بیانیه په داسې مهال خپره کړې ده چې د افغان سولې عالي شورا یو پلاوی د تیرو دو ورځو راهیسې دغه هیواد ته تللی ده

د افغانستان د سولې پلاوي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سره تر لیدنې وروسته ددغه هیواد له مذهبي مشرانو سره هم کتلي دي

په پاکستان کې د مذهبي ګوندونو مشرانو مولانا فضل رحمن او سمیع الحق افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی چې دوی به طالبان له افغان دولت سره خبرو کولو ته چمتو کړي

دا په داسې حال کې ده چې طالبان له افغان دولت سره تر خبرو کولو انکار کوي او وایي چې افغان دولت د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو او د اشغال د اوږدیدو کوشش کوي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *