نیویارک ټایمز: د افغان هوایي ځواک جوړولو کار بې نتیجې روان ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

نیویارک ټایمز: د افغان هوایي ځواک جوړولو کار بې نتیجې روان ده – افغان وطن

د امریکا مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپله تازه لیکنه کې د افغان هوایي ځواک په روزلو تبصره کړې ده

د ټایمز ورځپاڼې په باور له تیرو یولسو کلونو راهیسې امریکا د افغان هوایي ځواک په روزنه بوخت ده خو تر اوسه دغه روزنه بې نتيجې روانه ده

د ورځپاڼې په باور افغان هوایي ځواکونه اوس هم د خپلو طیارو د ساتنې په برخه کې په امریکا تکیه لري او که امریکا نه وي دوی نشي کولی چې هوایي ځواک استعمال یا یې د وسلوالو له بریدونو خوندي کړای شي

د ورځپاڼې په باور د افغان هوایي ځواک په روزنه امریکا تر دې دمه ۸ ملیارده ډالر مصرف کړي دي خو تر اوسه پکې لا کوم د پام وړ پرمختګ نه لیدل کیږي

افغان ځواکونه چې شمیر یې تر ۳۵۰ زره څخه اوړي او امریکا یې په روزنه په ملیونونو ډالر مصرف کړل او زیات شمیر استاذان یې له لاسه ورکړل د دو لسیزو تیریدو وروسته هم د وسلوالو طالبانو سره د جګړې توان نلري او تلفات یې په بیساري توګه زیات شوي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *