وسله والو طالبانو د جاوید نوري خبریال بلل دروغ وګڼل – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

وسله والو طالبانو د جاوید نوري خبریال بلل دروغ وګڼل – افغان وطن

څو ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو د فراه ولایت کې یو شمیر دولتي کسان له موټرو ښکته کړل او له ځان سره یې یوړل

په نیول شویو کسانو کې یو تن د جاوید نوري په نوم هم وو چې طالبانو له ښکته کولو وروسته ځای پرځای وژلی وو

په ځینو رسنیو کې دا سې اوازې خپرې شوې چې ګواکې جاوید نوري یو سیمیز ازاد خبریال وو او طالبانو وژلی ده

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لیږل شوي خبر کې ویلي چې جاوید نوري د فراه ولایت د مقام د حاضري اخستلو مدیر او د مقرریو مسؤلیت تر څنګ نورې دولتي دندې هم اجراء کولې

احمدي نوموړی یو دولتي کارمند بللی او ویلي یې دي چې جاوید نوري د نیولو وروسته د تېښتې هڅه کوله چې ووژل شو

طالب ویاند د ځینو رسنیو دا افواه دروغ وبلله چې جاوید نوري خبریال ده او زیاته کړې یې ده چې دوی له ډیرو خبریالانو سره اړیکې لري او هغوی د طالبانو سیمې ته ازادانه تګ راتګ کوي

وسله والو طالبانو د نوموړي د فېسبوک پاڼې ځیني سکرین شاټونه هم وړاندې کړي دي

طالب ویاند ګواښ کړی چې د ځینو رسنیو د خبریالانو داسې دروغژنې اوازې خپرول او دولتي کارمندان خبریالان معرفي کول به یادو خپل سرو خبریالانو ته تاوان وکړي

طالبانو د جاوید نوري په اړه ځینې شواهد هم وړاندې کړي چې دایې پکې ثابته کړې چې نوموړی خبریال نه بلکه دولتي مامور او د مجاهدینو ضد مفکوره یې لرله چې له همدې امله یې د تیښتې هڅه هم وکړه

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *