له اسلامي بصیرت نه، عاري سیاست پوهنه(!) – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

له اسلامي بصیرت نه، عاري سیاست پوهنه(!) – افغان وطن

لیکوال: خامل وردګ

ځیني په _سیاست متهم _وګړي وایي: افغانان هر وخت د پردیو په جنګ کې د خاشاک په څېر سَوي! لکه پخوانی جهاد چې اصلآ د روس او امریکا جنګ و؛ خو کارېدل پکې افغانان! د دوی دا تعبیر خو همداسې د اجمال په پردو کې، د جهاد، آزادۍ قربانۍ او شرعي نظام په څېر اسلامي ارزښتونو د بې اعتباره کولو او سپکولو لپاره ډېره کار آمد او مؤثر دی! داسې چې د ډېرو خالیُّ الذهنو بېړه پرې غرقوی شي؛ خو که د دوی داخبره لږ سره وشیندو؛ نو د دې سیاسي دجّالانو دا خبره هم، د نورو ټولو په څېر کاملآ دجّالي او مغالطوي رنګ لري! د دوی دا خبره او تعبیر خو نو دا معنا لري چې، افغانان کرار، بې غمه، بې احساسه، د کمو نستي_کفري نظام په هکله بې تفاوته، بې سر پرسته بې رهبره پخپلو کورو کې آرام ناست ول؛ نو امریکا راغله او دوی یې د خپل سْیال په وړاندې را پورته او په جنګ یې ورسره واچول! دا به نو کوم ذهن وي چې دې برداشت ته دې پخپله لمن کې ځای ورکا؟ تاسو ورشئ د هماغه مهال له خلکوو یې وپوښتئ چې هغوی څه وایي؟

دا منو چې د موږ په جهاد کې په جانبي او ضمني توګه، نه تنها امریکا؛ بلکې ټولې نړۍ ته ګټه رسېده، چې د خپلې همدې ګټې په خاطر یې راسره مرستې هم کولې؛ خو دا کله پدې معنا کېدی شي چې دوی موږ د یوې بې روحه وسیلې په څېر، د خپلو اهدافو لپاره کارولو! او د دې جهاد پیل او جریان، ژوند او مرګ، کامیابې او ناکامي، د دوی تر مرستو او همکارۍ پورې موقوف ول!!

حقیقت دا دی چې د امریکا مرستې که وای او یا نه وای په دواړو صورتو کې به دا جهاد پیل او جاري وای؛ افغانانو د خپل دین او وطن د ګټلو لپاره، د خپلو علماوو په فتوا په خالي لاس جهاد پیل کړ تر ډېره وخته نه امریکا وه نه یې سلاح! نه فهد پاچا و نه یې خُرما! نه پاکستان و نه یې راشن! دا هر څه بیا هغه مهال مخته راغلل چې کله نړۍ پوی شوه چې افغانان خو هسې هم، د خپلې عقیدې په اساس، له شوروي سره جنګیږي او د شوروي په ورکه او په مرګ کې خو د موږ ټولو ژوند او خیر دی، نو یې له هغه باد مجاهدینو ته د مرستې لاس را وغځاوه!

د موږ په وردګو کې د جهاد د بنیاد ګذار، (مولوي رفیع اللّه مؤذن رحمه اللّه) له خولې مې په کرّاتو اوریدلي چې ویل یې، کله مې چې د جهاد د اساس په توګه د ګوربت او هفت درې په غرونو کې مرکزونه جوړ کړل؛ نو هره ورځ به سهار مهال ټول مجاهدین مرکز ته راتلل؛ نو وایې د ګوربت په ټولو مجاهدینو کې یوازې له ماسره_ چې ولایتي آمر هم وم_ یو کمَسَل یو ډزی ټوپک و! نور ډېر یې خالي لاس ول! له ځینو سره یې د خپل کور زاړه پخواني ټوپکان او ځینې یې حتی په لَرُونو، تورو، تبرونو او چړو باندې سمبال ول! د یو مجاهد نوم به یې هم اخیست چې هره ورځ به، د چاردهي له کلي نه، له خپلې تورې سره راتلو؛ او بیا به یې د ټوکې په دود په مبالغه آمېز انداز کې ویل چې د ما داسې تېره توره ده که یې په چرګ باندې ماذې کېږدم نو کارته (لاندې) به ترې ولویږي! وایي یو ځل مو د یوې غزا په ترڅ کې ۴۱عسکر ژوندي ونیول؛ نو روسي کَت کونداغو کلاشنکوفو ته یې مجاهدین داسې خوشال ول ته به وایې د اختر ورځ ده! وا یې تر ډېره وخته، نه امریکا وه نه یې آتومات وسلې ډېر وخت وروسته د مرستو بهیر جریان وموند!

نو دا، او دې ته ورته خبرې د هغو دین دښمنو، وطن فروشو سیکورانو او یا د هغو کمسلو، منحرفو دین پوهو(!) د علم و عالم ازار وهلیو آزاریانو دي چې هر وخت یې د دې متدین ولس په ارزښتناکو قربانیو ملنډې وهلې او د هغوی هره ویاړمنه کارنامه یې پردو ته منسوبه کړې! او دا باشعوره او آزاد ملت یې د یو ساده لوحه، دوکه شوي، او ناپوهه قوم په توګه تعبیر کړی! پخپلو پخو عقیدو ټینګ شئ! ګورئ د دې مردار خورو دا بویَن نظریات ونه منئ! او په هر فرصت کې یې دا بویَنې خبرې په دا مردارو مخونو ور وولئ! له لوی خدای نه یې، د دې خدایدوسته ولس په روی په دنیا او آخرت کې په شرمونو شرمېدلي او ناکام غواړم! په همدې هیله!

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *