په طالبانو د یو شمیر هیوادونو د فشار له امله د قطر غونډه وځنډیده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

په طالبانو د یو شمیر هیوادونو د فشار له امله د قطر غونډه وځنډیده – افغان وطن

ټاکل شوې وه چې طالبان او امریکایي چارواکي د چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغان سولې په اړه یو ځل بیا مخامخ سره کیني خو د ځینو هیوادونو د فشار له امله یاده غونډه وروسته شوه

پاکستان، سعودي، متحده عربي امارات، ایران دولتونو د افغان دولت له پرلپسې غوښتونو وروسته پر طالبانو زیات فشار راوړو چې دوی دې له افغان دولت سره خبرو ته کیني او که نه وي اقلا د سولې په اړه جوړیدونکو غونډو کې دې د ناستي اجازت ورکړي

امریکایي استازی زلمی خلیلزاد هم په دې هڅه کې ده چې طالبان باید په خبرو کې د ګډون لپاره افغان دولت ته اجازه ورکړي

بل لور ته په کابل کې د امریکا سفیر جان بوس هم په خپل ټویټر لیکلي چې طالبان چې له رسنیو سره خبرې کوي باید ددې پرځای له خپلو افغانانو سره خبرې وکړي

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان د ترکیې یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې زیات کوشش کوي تر څو طالبان له افغان دولت سره خبرو ته کینوي

خو وسلوال طالبان په همدې یوه خبره ټینګار کوي چې د افغانستان جګړه د امریکایي اشغال له امله رامنځ ته شوې او د ختمیدو واک یې هم صرف له امریکا سره ده او افغان دولت ددې جګړې د ختمیدو هیڅ اختیار نلري

طالبانو له افغان دولت سره د خبرو نه کولو بل دلیل دا په ګوته کړی چې طالبان غواړي په هر قیمت د امریکا اشغال ختم کړي او امریکا مجبوره کړي تر څو خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او په افغانستان کې لاسوهنه بنده کړي خو بل لور ته افغان دولت بیا زیاته هڅه کوي تر څو امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د خپل ځان د بقا لپاره پاتې کړي نو د طالبانو او افغان دولت فکرونه او غوښتنې سره په تضاد کې دي

طالبانو ته یوې نیږدې سرچینې ویلي چې ښایي د روانې جنوري میاشتې په پنځلسم تاریخ په دوحه کې ځنډول شوې غونډه دائره شي خو د طالبانو رسمي سر چینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

طالبانو په یوه رسمي بیانیه کې په امریکا تور پورې کړی وو چې د بنسټیزو مسائلو پرځای په جزئي او دافغانستان په داخلي موضوع ګانو چې تر دوی پورې هیڅ اړه نلري وخت ضائع کوي چې دا کار به یې خبره لا پسې تر بدو بدتره کړي او نه به امریکا او نه به افغانستان ته ګټه وکړي

طالبان غواړي چې له امریکا سره د اشغال په عمده مسائلو لکه د ځواکونو ایستل، بندیان خلاصول، تور لیست ختمول د خبرو په اجنډا کې راولي

طالبان همدا راز په افغان دولت هم تور پورې کوي چې دوی هر وخت د افغانستان د سولې خبرو ته نیږدي شوي افغان دولت یې مخالفت کړی او د سولې خبرې تالا ترغه کړي دی او د اشغال د دوام هڅې یې کړي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *