کابل کې په ملا عبدالسلام عابد برید شوی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

کابل کې په ملا عبدالسلام عابد برید شوی – افغان وطن

د کابل څخه راپورونه وایی د دې ښار په باغ بالا سیمه کې د جمعیت اصلاح ګوند په غړي مولا عبدالسلام عابد ناپیژاندو وسلوالو د لاسي بم برید کړی او نوموړی یې سخت ټپي کړی ده

د جمعیت اصلاح ګوند په بیانیه کې ویل شوي چې نوموړی نن سهار خپل کاري دفتر ته په لاره وو چې د ناپیژاندو کسانو له لوري ورباندې بمي برید وشو

عبدالسلام عابد د حکومت یو کلک ملاتړی او د جمعیت اصلاح ګوند غړی وو او د مکوریانو په سیمه کې د نعمان ابن ثابت د مسجد امام هم وو

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته ویلي چې نوموړی ملا خپل د کار دفتر ته روان وو چې د نارنجک برید پرې وشو

تر اوسه د یاد برید مسؤلیت کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستی

څه موده مخکې د کابل ښار کې د علماؤ د شورا مشر عبدالبصیر هم د ناپیژاندو وسلوالو په برید کې ووژل شو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *