ننګرهار کې د ټانکر د اور اخیستنې له امله ۶ موټر سوزیدلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ننګرهار کې د ټانکر د اور اخیستنې له امله ۶ موټر سوزیدلي – افغان وطن

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي چې نن سهار د ننګرهار د ګمرک مخې ته یو د تیلو ټانکر اور واخیست چې له امله یې شپږ موټر وسوزیدل

د ننګرهار د والي ویاند عطاؤالله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې په ټانکر کې د اور لګیدو نه وروسته ورسره خوا کې یو ټیلر موټر یو الټو موټر او دوه ریکشې سوزیدلي دي

د خوګیاڼي په وینا د اور وژنې عمله پر وخت سیمې ته رسیدلې او د اور د پراخیدو مخه یې نیولې ده

د ننګرهار د اطفائیې ریاست چارواکو ویلي چې که دوی پر وخت سیمې ته نه وای رسیدلي نو د مالي او ځاني زیان رامنځ ته کیدو زیات احتمال موجود وو خو د یاد ریاست په وینا دوی یې مخه ونیوله

که څه هم د ننګرهار چارواکي د اور د مخنیوي خبره کوي خو د سیمې اوسیدونکي وایي چې د یاد اور له امله خلکو ته میلیونونه افغانۍ زیان رسیدلی ده

دا په تیره یوه اونۍ کې د جلال اباد ښار کې دوهم ځل اور لګیدنه ده

څو ورځې مخکې هم د جلال اباد ښار کې د طلاؤ مارکیټ کې اور لګیدنه رامنځ ته شوې وه چې خلکو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان واړاوو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *