په ۲۲ولایتونو کې دواورې او باران وریدو اټکل شوی ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

په ۲۲ولایتونو کې دواورې او باران وریدو اټکل شوی ده – افغان وطن

د هواپیژندنې ادارې د اټکل له مخې ویلي چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې د واورې او باران وریدو امکان ده

یادې ادارې ویلي چې په ځینو ولایتونو کې به د زیات باران وریدو له امله سیلابونه را ووځي

د هوا پیژندنې ادارې زیاته کړې چې په اکثره ولایتونو کې به له ۱۵ تر ۲۵ سانتي متره پورې واوره وشي

د یادې ادارې له لوري په خپره شوې بیانیه کې ویل شوي چې نن به په کابل، کاپیسا، پنجشیر، تخار، بدخشان، کونړ، نورستان، لوګر، پکتیا، لغمان، سرپل ،سمنګان، میدان وردګ، بامیان، دایکندي، غزني،پروان، مزار شریف، او یو شمیر نورو ولایتونو کې زیاته واوره و اوري

همدا راز به په ننګرهار، غور، بادغیس، هرات او ځینو نورو ولایاتو کې باران وشي او سیلابونه به را ووځي

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د زیاتو وچکالیو له امله زیاتره خلک د واورې وریدو ته خوشحالي کوي خو یو شمیر هغه خلک چې د جګړو له امله بې کوره شوي له حکومت څخه ګیله کوي چې د سړو له امله یې ژوند په تکلیف او کړاونو تیریږي او څوک مرسته نه ورسره کوي

کریم بریال

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *