حامد کرزی:امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه نه وځي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

حامد کرزی:امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه نه وځي – افغان وطن

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې امریکا نه غواړي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي

د نوموړي په باور امریکا تر اوسه له طالبانو څخه په افغانستان کې د خپلو فوځیانو لپاره اډې غواړي
د حامد کرزي په باور امریکا هڅه کوي تر څو طالبان په دې قانع کړي چې په افغانستان کې د یو شمیر فوځیانو د پاتې کیدو لپاره اجازه ورکړي

خو وسلوالو طالبانو په بار بار دا خبره تکرار کړې ده چې د افغان سولې په اړه د ټولو امریکایي ځواکونو وتل ددوی سره کرښه ده او په هیڅ صورت کې به اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې امریکایي ځواکونه پاتې شي

طالبانو په کلکه ویلي چې که امریکایي ځواکونه په سوله له افغانستان څخه ونه وتل دوی به یې د جګړې په زور مجبور کړي چې له دې هیواده وتښتي

کرزي دا خبرې داسې مهال کړي چې د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی ګاونډي هیواد پاکستان ته تللی

د سولې عالي شورا پلاوي له پاکستانه غواړي چې طالبان د افغان سولې په غونډه کې د ګډون لپاره دوی ته اجازه ورکړي خو طالبانو ویلي چې دوی ځکه افغان دولت د سولې په خبرو کې نشي منلی چې طالبان د افغانستان د اشغال ختمیدل غواړي او افغان دولت په هیواد کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کیدو کوشش کوي نو له همدې امله ددوی نظریې ډیرې سره جلا دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *