کورنیو چارو وزارت کابل کې د ۱۶ تنو مجرمینو لیست خپور کړو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

کورنیو چارو وزارت کابل کې د ۱۶ تنو مجرمینو لیست خپور کړو – افغان وطن

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د هغو ١٦ تنو زورواکو، قاچاقبرانو ، خپلسرو وسله والو او د ځمکو غاصبينو ليست خپور کړی چې د کابل ښار کې اوسیږي

د کورنیو چارو وزارت له یادو خپلسرو وسلوالو غوښتي چې زر تر زره دې خپل ځانونه د کابل د امنیه قومنداني پولیسو او یا د جرمونو سره د مبارزې ریاست ته تسلیم کړي

د کورنیو چارو وزارت په داسې مهال ددغو کسانو لیست خپور کړی چې تیره ورځ امنیتي ځواکونو د کابل په خیرخانه سیمه کې د اسلامي مقاومت نهضت د ګوند مشر عبدالحمید خراساني په کور او دفتر چاپه وهلې وه او له څو ساعته محاصرې وروسته خراساني د امنیتي ځواکونو له کلابندي څخه په تیښته بریالی شو

او افغان امنیتي ځواکونه یې تر څو ساعتونو محاصرې وروسته هم په نیولو ونه توانیدل

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *