عبدالولي جارقلم د طالبانو له بند څخه ازاد شو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

عبدالولي جارقلم د طالبانو له بند څخه ازاد شو – افغان وطن

طالبانو په یوه خپره شوې بیانیه کې ویلی چې عبدالولي چې په جارقلم مشهور وو او د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اوسیدونکی وو له څه مودې زندان تیرولو وروسته له بنده ازاد کړل شو

جارقلم په ټولنیزو رسنیو کې پۀ دیني علماؤ او طالبانو پسې د سپکاوي په تور نیول شوی وو

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی چې عبدالولي جارقلم په خپلو تیرو کړنو توبه وایستله او په اینده کې یې عهد وکړ چې نور به له علماؤ او د دوی ملګرو ” مجاهدینو“ پسې خبرې نکوي او د مشرانو او عالمانو قدر به کوي

عبدالولي جارقلم له څو میاشتو زندان تیرولو وروسته له طالب مشرانو د خپل ګستاخانه عمل په اړه بښنه غوښتې وه او طالب مشرانو هم ورته عفوه وکړه چې بلاخره نن خپلې کورنۍ ته وسپارل شو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *