طالبان:د بنسټیزو مسائلو پر ځای په سطحي مسائلو بحث روان بحران نشي ختمولای – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

طالبان:د بنسټیزو مسائلو پر ځای په سطحي مسائلو بحث روان بحران نشي ختمولای – افغان وطن

وسلوالو طالبانو په یوه تازه خپره شوې بیانیه کې چې ”دورځې خبره “په نوم روزانه ددوی له رسمي ویبسایټونو نشریږي ،ویلي چې د امریکایي لوري له خوا د افغانستان د مهمو او بنسټیزو مسائلو پر ځای پر سطحي او داسې مسائلو چې تر دوی پورې هیڅ اړخ نلګوي بحث کول د افغانستان د جګړې معضله هیڅکله هم نشي حل کولای

د طالبانو په بیانیه کې لیکل شوي چې له هغه وروسته چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسلامي امارت سره د مخامخ تفاهم پریکړه کړې، ځانګړي سفیر خلیلزاد یې څو ځله د اسلامي امارت له سیاسي استاځو سره په بیلابیلو هیوادونو کې غونډې کړي دي او ددوی استاځو هغوی ته خپله اجنډا وړاندې کړې چې د اشغال خاتمه او په راتلونکي کې له افغانستانه د امریکا د انديښنو په باب هغوی ته ډاډ ورکول یې آساسي ټکي دي او ترڅنګ یې اړوند موضوعات هم تر بحث لاندي راغلي دي

طالبانو ویلي چې له امریکایي لوري سره مذاکرات، لکه څنګه چې یې اسلامي امارت همیشه د یو غوره آپشن په ډول وړانديز کړی پس له 17 کالو امریکا هم دې نتیجې ته ورسیده او د جګړې پرځای د تفاهم لارې ته مخه کړه

بیانیه وړاندې لیکي چې مګر متاسفانه چې په دې برخه کې هم د امریکا کړه وړه، له مذاکراتي پروسې سره د هغوی سطحي چلند او ناسنجیده ګي جوته وي او
د بنسټیزو مسایلو د حل کولو پرځای پر فروعي خبرو بحث، خصوصاً پر هغو مسایلو ترکیز کول چې هغه اصلاً له بهرني اړخ سره هیڅ تړاو نلري؛ هیڅکله د افغانستان روانه معضله نشي حل کولای

طالبانو ویلي چې د امریکایانو دا ډول هڅي څرګندوي چې دوی غواړي بیا هم مداخلې ته دوام ورکړي او د مذاکراتو په پایله کې هم د اشغال جنګي اهداف خوندي کړي. خو دا کار یې ښایي ستونزه نوره هم پیچلې کړي

دویم دا چې نښي دا ښيي چې امریکایی لوري په دې هڅه کې دی چې د معضلې د بنسټیز حل ور اخوا د خپلي موخي د ترلاسه کولو لپاره له اسلامي هیوادونو نه د فشار کارولو استفاده کوي، او داسي ښکاري چې هغوی د فشاري ابزارو په ډول کارول کیږي، یا خو د امریکايي اړخ نه هغوی ته د فشار اچولو ټاسک ورکول شوی او یا دا چې د امریکايي پلاوي له کړو وړو نه په استفادې هغوی د فشار اچولو په وسیله، خپل اهداف تعقیبوي

د طالبانو په وینا چې د طرفینو د مذاکراتي ټیمونو له توافق پرته ځیني خبري تبلیغول او مطبوعاتي کول هم دا پروسه له خنډ سره مخ کولای شي. چې په ابوظبۍ کي له غونډي وروسته د سعودي د غونډې دایریدلو په اړه د طرفینو له توافق پرته، د هغي غونډي د جوړیدو شایعه د یوې بیلګې په ډول یادولای شو

په بیانیه کې لیکل شوي چې دوی ښودلې چې په صادقانه ډول د افغانستان د اشغال د خاتمې او په هیواد کې د سوله ایز ژوند د تأمین په غرض هم د جنګ او هم د سولي میدان ته را وړاندي شوي، ترڅو چې د افغانستان خپلواکي تر تهدید لاندي وي هیڅکله به پر یوه نقطه هم معاملې ته تیار نشي او نه به د چا د فشارونو په پایله کې د سپیڅلي جهاد او د کامل استقلال په لاره کې د ورکړل شویو قربانیو بې قدري وکړي

طالبانو په بیانیه کې ویلي چې پکار دا ده چې د امریکا واکمن دافغانستان دمسئلې په عمق او د افغان ولس د غوښتنو په حقیقت ځان پوه کړي او په رڼا کي یې خپل مذاکراتي پلاوی له فروعي او غیرمربوطه کړنو څخه منع او د موضوع د آساسي حل لوري ته یې متوجه کړي او دا ور وفهموي چي داسلامي امارت قیادت او مذاکراتي ټیم چي څلویښت کاله دانقلابونو په بهیر کي تجربه شوي د تیر ایستلو خام فکر ونه کړي

په بیانیه کې ویل شوي چې پکار دا ده چې مذاکراتي پلاوی یې هم دا موقع ضایع نکړي او دمذاکراتو میز ته داسلامي امارت له سنجیده او صادقانه را وړاندې کېدلو نه ښه استفاده وکړي او د ټرمپ له لوري ورته د ټاکل شوي مسیر نه انحراف ونکړي، چې دا هیڅکله نه د امریکا او نه هم د افغانستان پخیر تمامیدای شي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *