عمر داودزي له شامحمود قریشي سره کتلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

عمر داودزي له شامحمود قریشي سره کتلي – افغان وطن

تیره ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی د افغان سولې په اړه ګاونډي هیواد پاکستان ته ورسیده

یاد پلاوي په پاکستان کې د دې هیواد د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي سره لیده کاته کړي او د افغان سولې په اړه یې د دغه هیواد له لوري د زیاتې همکارۍ ډاډ ترلاسه کړی

افغان پلاوي په دپاکستان له یو مذهبي مشر مولانا فضل رحمان سره هم کتلي او له نوموړي یې د افغان جګړې په پای ته رسیدو کې مرسته غوښتې ده

د افغان سولې شورا پلاوي په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی ده چې تر دې وړاندې یې د یاد هیواد هر رنګ مرستو ته د شک په سترګه کتلي خو اوس یو ځل بیا ورغلي دي

افغان دولت په دې هڅه کې ده چې د سولې په خبرو کې له طالبانو سره کیني خو طالبانو په زغرده ویلي چې تر څو امریکایي ځواکونه په هیواد کې موجود وي بل چاسره خبرې نشي کولای

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *