خلیلزاد د افغان سولې په اړه خپل څلورم سفر پېل کړ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

خلیلزاد د افغان سولې په اړه خپل څلورم سفر پېل کړ – افغان وطن

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغان جګړې د سولییز حل لپاره ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هیوادونو ته خپل څلورم سفر پیل کړو

ټاکل شوې چې خلیلزاد به په دې سفر کې هند،پاکستان، چین، افغانستان او یو شمیر نورو هیوادونو ته سفر وکړي

د خلیلزاد دا څلورم سفر د روانې جنوري میاشتې په اتم تاریخ پیل شوی او ددې میاشتې تر ۲۱م تاریخ پورې به دوام وکړي

تردې وړاندې هم زلمي خلیلزاد یوشمیر هیوادونو ته سفرونه کړي وو

یو شمیر سرچینو په دې ورستیو کې داسې راپورونه خپاره کړل چې نن چهارشنبه به طالب چارواکي له امریکایي استازو سره په قطر کې غونډه کوي خو د رویټر اژانس او الجزیرې د دې غونډې د ځنډیدلو خبر ورکړو

د زلمي خلیلزاد په روان سفر کې هم د قطر هیواد یادونه نه ده شوې او نه وسلوالو طالبانو د یادې غونډې د پیلېدو یا ځنډیدو په اړه رسما څه ویلي دي

په کابل کې د امریکا سفیر جان بوس هم ویلي چې د طالبانو او امریکایي استازو تر منځ د غونډې راپورونه دقیق نه دي

تردې وړاندې سعودي کې هم د افغان دولت طالبانو ترمنځ د ناستې ترسره کیدو خبرونه خپاره شوي وو خو طالبانو له افغان دولت سره د نه خبروکولو له امله د یادې غونډې له ګډون څخه انکار کړی وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *