غربي ښځه، د نړۍ مظلوم ترین انسان!! – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اسلام

غربي ښځه، د نړۍ مظلوم ترین انسان!! – افغان وطن

خامل وردګ

یادونه: د غرب ښځه، څه وخت، څنګه، ولې، د چا له لوري، او د څه لپاره د کور دننه با وقاره ژوند نه، د بېعزتۍ او بې پتۍ ګرداب ته لاهو شوه؟ دا پوښتنه ما پخوا په یوه لیکنه کې ځواب کړې، چې حاصل یې دا دی: دا کار اروپایي نرانو، د خپلې طغیاني جنسي غریزې د بې قیده اشباع (مړولو) او تسکین لپاره وکړ. دا لاندې کیسه هم تاسې ولولئ؛ په همدې اړوند ده.
__________________________

زه چې کله په فرانسه کې وم؛ نو په یوه کور کې مې یوه نجلۍ لېدله چې د دې کور خدمت به یې کاوو. ما د دې کور له خاوند نه د دې نجلۍ او د هغې د خدمت په هکله وپوښتل، چې ولې دا د تاسې خدمت کوي آیا هغه کوم سرپرست او خپلوان نلري چې د هغې نفقه او سرپرستي په غاړه واخلي؟ او د دې نا وړه حالت نه وژغورل شي؟ ده راته کړه چې، دا د یوه اصیل او آبرومند خاندان سره تعلق لري او یو بډای کاکا هم لري خو د دې په قیصه کې ندی. ما ورته وې، نو ولې دا موضوع محکمې ته نه وړاندې کوي؟ تر څو یې کاکا مجبور کړي چې دې ته نفقه او ټول مصارف ورکړي. ده راته په حیرت ووې چې دا څه وایې دا کار دلته د قانون خلاف کړنه ده!! ما بیا ورته د ښځو د نفقې په هکله، د اسلام احکام تشریح کړل( چې هېڅکله او په هېڅ صورت کې ښځه د ځان د نفقې بار په اوږو نلري) نو راته وې ویل: دا د تاسې قانون چېرته دی؟!! که چېرې داسې قوانین د موږ په ملک کې پلي وای، نو هېڅ مېرمن او نجلۍ به دې نه وای لیدلې چې د یوې ګولې ډوډۍ لپاره به، په حکومتي دفترونو، فابریکو او نورو کار ځایونو کې له خپل پت، عفت او آبرو نه خلاصېدلی!!!

مرجع: (ضرورت به اسلام. کتاب. ۲۹۴یم مخ.)د دکتور محمدیوسف “موسی ” لیکنه او د نعمت اللّه شهراني دري ژباړه.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *