د سولې شورا یو پلاوی اسلام اباد ته تللی ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

د سولې شورا یو پلاوی اسلام اباد ته تللی ده – افغان وطن

د افغانستان د سولې عالي شورا یو پلاوی ددې شورا د دارالانشاء د ریس محمدعمر داودزي په ګډون اسلام اباد ته رسیدلی ده

د سولې عالي شورا ویاند سیداحسان طاهري چې ددغه پلاوي سره تللی ویلي چې نن له غرمې وروسته د سولې شورا پلاوی اسلام اباد ته رسیدلی ده

د طاهري په وینا په اسلام اباد کې ددې پلاوي هرکلي ته د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم راغلی وو

یاد پلاوی به د خپل څلور ورځیني سفر په دوران کې ددغه هیواد د خارجه وزیر شامحمود قریشي په ګډون یو شمیر سیاسي او مذهبي څیرو سره هم وګوري

افغان دولت فکر کوي چې پاکستان په افغان طالبانو کنترول لري اړ ممکن له دوی سره یې خبرو ته کینوي خو وسلوال طالبان له افغان دولت سره د خبرو کولو نه انکار کوي

ټاکل شوې سبا او بله ورځ طالبان او امریکایي چارواکي په قطر کې یو ځل بیا سره کیني او د افغان سولې په اړه خبرې وکړي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *