امنیتي ځواکونو کابل کې د اسلامي مقاومت نهضت د مشر دفتر کلابند کړی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
مرکې او راپورونه

امنیتي ځواکونو کابل کې د اسلامي مقاومت نهضت د مشر دفتر کلابند کړی – افغان وطن

یو شمیر امنیتي سرچینې وایي چې امنیتي ځواکونو نن د غرمې راهیسې د اسلامي مقاومت نهضت ګوند د مشرعبدالحمید خراساني د نیولو په موخه د نوموړي دفتر د خیر خانې په سیمه کې کلابند کړی ده

د اسلامي مقاومت د نهضت غړي احمد پردین پژواک ته ویلي چې امنیتي ځواکونو د اسلامي مقاومت نهضت ګوند چې د جمعیت د ګوند یوه څانګه بلل کیږي دفتر د غرمې راهیسې محاصره کړی او لاهم دوام لري

عبدالحمید خرساني د ملي وحدت حکومت له سختو منتقدینو شمیرل کیږي او همیشه په حکومت نیوکې کوي

څو ورځې وړاندې نوموړي په یوه لیکنه کې د کابل ښار ګارنیزیون ته ګواښ کړی وو چې د احمدشا مسعود د تلین لمانځلو مراسمو ته دې د ولسمشر او امرالله صالح په امر ځانمرګي برید کونکي نه را لیږي کنه دوی به د کابل په ګرنیزیون بالمقابل بریدونه وکړي او د ځانمرګو بریدونو انتقام به له دوی واخلي

په دې اړه یوې امنیتي سرچینې ویلي چې امنیتي ځواکونو د خراساني دفتر د کورنیو چارو وزیر امرالله صالح په امر کلابند کړی ده

تردې وړاندې هم څو ځله افغان دولت یوشمیر زورواکان او د شمالي ټلوالې خپلسري وسلوال قومندانان نیولي خو د هزاره قوم د قهرجنو مظاهرو له امله یې بې غیر له محکمې بیرته پرې ایښي دي

معلومه نه ده چې د خرساني د کلابند کولو او یا نیولو په صورت کې به د یاد ګوند ملاتړي بیا کوم رنګ عکس العمل وښیي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *