سبا په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمینځ غونډه پېلیږي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه سيمه او نړۍ

سبا په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمینځ غونډه پېلیږي – افغان وطن

تمه ده چې سبا چهار شنبه د قطر په هیواد کې د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ بله ناسته تر سره شي او دوه ورځې به دوام وکړي

دا غونډه د ابو ظبئ د غونډې په تعقیب ترسره کیږي خو دا ځل به طالبان او امریکا دوه په دوه سره ګوري او نور دولتونه به په غونډه کې ګډون نلري

تردې وړاندې افغان دولت په ابوظبئ ښار کې د سولې په غونډه کې د ګډون زیاته هڅه وکړه خو طالبانو ور سره له لیدو انکار وکړو

طالبانو ته نیږدې سرچینې ویلي چې ښایي په دې غونډه د سولې په اړه مهمې خبرې تر سره شي

طالبان وایي چې د امریکا ځواکونه په بشپړه توګه وتل ددوی د خبرو سره کرښه ده

بلخوا نا تائید شوي خبرونو کې راغلي چې دا غږنډه سبا نه ترسره کیږي بلکې تر نامالومه وخته پورې وځنډېدله

دا غونډه په داسې مهال تر سره کیږي چې نن د افغان سولې عالي شورا یو پلاوی د سولې خبرو اترو په هکله په څلور ورځیني سفر اسلام اباد ته رسیدلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *