د افغان جنګ نظامي کامیابي نه لري – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اند او تحلیل

د افغان جنګ نظامي کامیابي نه لري – افغان وطن

ښاغلی جیل بارنډولر د جنوري پر ۷ په نشینل انټریسټ کي لیکي ټرمپ غواړي چي له افغانستانه امریکايي عسکر راوباسي. هغه د جولای په میاشت کي فیصله وکړه چي له طالبانو سره خبري پیل کړي، او اوس پر دې غور کوي چي نیم امریکايي عسکر راوباسي. جمهورریس ټرمپ پدې برخه کي سم روان دی، مګر موږ باید له افغانستانه د امریکايي عسکرو د راوتلو په باره کي خیالي فکر و نه کړو.

موږ د افغانستان په باثباته کولو کي پرمختګ نه کوو. طالبان الان قریب پر نیم افغانستان باندي کنټرول او یا نفوذ لري. هغوی په ښارونو کي فعال حضور لري، او د جنرال دوستم او جنرال رازق په څېر خلګ خپل هدف ګرځوي. حتی نژدې وو چي جنرال میلر هم ګسه کړي. د ټرمپ د ستراتیژۍ یوه مهمه نښانه دا ده چي بمباري زیاته سوې ده. خو امریکايي جنرالان په ډاګه اعتراف کوي چي جنګ یو بن بست دئ. د متقاعد جنرال مک مریسټال مشوره دا ده: «بس مازي شاوخوا ګوره، او حالات څاره.» دا راز مشورې په هیڅ درد نه خوري. په افغانستان کي د وخت تېرول دوامداره پالیسي نه ده. او د جنګ لا تشدیدول هیڅ محسوسه نتیجه نه لري.

اوس نو، که چیري موږ ګرده امریکايي عسکر راوباسو، څه به پېښ سي؟ څرګنده خبره ده چي زموږ ناټو ملګري به تر موږ مخکي له دروازې څخه ووځي، ځکه اروپايي هیوادونه د افغان د جنګ شوقیان نه دي. د افغانستان اسلامي جمهوریت به په یوازي سره جنګ کوي. د افغان فاسد او رشوتخوره اسلامي جمهوریت به د غرب له سخاوتمندانه مرستو به غیر دوام و نه کړي. که څه هم د افغان د امنیتي ځواکونو شمېر – البته د کاغذ پر مخ – ۳۱۴۰۰۰ دئ، خو یوه کوچینۍ ډله طالبان نه سي ماتولای. بلخوا، افغانستان د دې اقتصادي قدرت نه لري چي خپلو عسکرو ته معاش ورکړي. افغانستان باید خپله ټوله ملي بودجه ۵.۴ ملیارډه ډالره یوازي پر عسکرو باندي ولګوي. دغه راز، د امنیتي ځواکونو تلفات دونه جګ دي چي دوامداره نه سي پاته کېدلای.

دا ټول دا ښيي چي په افغانستان کي زموږ هلي ځلي ښکاره بن بست ته رسېدلي دي. خو د افغانستان د رامهارولو لپاره ځیني نوري لاري چاري هم سته. یوه چاره دا ده چي د افغانستان له ګاونډیانو څخه مرسته وغوښتل سي، ځکه د افغانستان له سقوط سره ټول متضرر کېږي.

بلخوا، موږ هر کله کولای سو چي په افغانستان کي یو دوښمن او خصم رژیم نابود کړو. په واشنګټن کي ځیني خلګ د دې نظر مخالفت کوي، خو د ملي امنیت د ساتلو لپاره د دوښمن رژیم ختمول هیڅ تاوان نه لري، او دا یوه ښه وسیله ده. موږ باید تل دا آپشن ولرو چي که چیري موږ ته تاوان متوجه سي، موږ به بیا حمله باندي وکړو. دا هم سمارټ کار دئ، او هم ارزانه دئ. ځکه الان په افغانستان کي زموږ کوښښونه نهایت احمقانه دي. موږ غواړو چي په یوه داسي ملک کي یو منظم دولت جوړ کړړ چي هیڅکله ئې نه درلود.

که چیري خلیلزاد د طالبانو سره یوې داسي موافقې ته ورسېږي چي موږ ته یوه د اوړو پزه راجوړه کړي، موږ ئې باید سمدستي قبوله کړو، او خپل کالي او ګودړان را په شا کړو. موږ باید پدې باره کي هیڅ شک و نه لرو چي زموږ له وتلو راوروسته به څه پېښ سي. د نجیب حکومت د شوروي اتحاد د عسکرو تر وتلو درې کاله وروسته سقوط وکړ. موږ به ډیر بختور یو که چیري په کابل کي زموږ ګوډاګی حکومت تر هغه زیات وخت دوام وکړي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *