بلخ کې ۱۳سیمیز پولیس وژل شوي دي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

بلخ کې ۱۳سیمیز پولیس وژل شوي دي – افغان وطن

د بلخ ولایت څخه راپورونه وایي چې ددې ولایت په دولت اباد او چاربولک ولسوالیو کې تیره شپه وسلوالو طالبانو د سیمیزو پولیسو په پوستو بریدونه کړي

د بلخ ولایت د والي ویاند منیر فرهاد رسنیو ته ویلي چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د چاربولک ولسوالۍ په اورناغه سیمه کې د اربکیانو په پوستو بریدونه کړي او دولس تنه یې وژلي

فرهاد زیاته کړې چې په دولت اباد ولسوالۍ کې هم په سیمیزو اربکیانو برید شوی او یو تن وژل شوی څو نور ټپیان دي

دابریدونه په داسې مهال شوي چې تیره ورځ د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې هم د بغلان د شاهرا مشر قومندان عطائي د طالبانو په برید کې وژل شوی وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *