داعش وسلوالو ننګرهار کې دوه وروڼه وژلي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

داعش وسلوالو ننګرهار کې دوه وروڼه وژلي – افغان وطن

د ننګرهار ولایت څخه راپورونه وایي چې داعش وسلوالو د چپرهار ولسوالۍ په ترکو سیمه کې دوه تنه وروڼه چې خټګران وو په ډزو وژلي

د سیمې اوسیدونکي وایي چې دغه دوه وروڼه عبدالقیوم او عبدالستار له کار څخه د خپل کور په لور روان وو چې په لاره کې د داعش وسلوالو پرې ډزې کړي او وژلي یې دي

داعش وسلوال د چپرهار ولسوالۍ په ځینو سیمو کې فعال حضور لري چې وخت ناوخت له طالبانو سره نښتې کوي او ملکیان هم وژني

تر اوسه د داعش وسلوالو د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي چې یاد کسان یې ولې وژلي دي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *