خوست کې چاودنې ۲۵ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

خوست کې چاودنې ۲۵ تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې – افغان وطن

نن غرمه د خوست ولایت په مرکزي ښار کې د سپین جومات سره نیږدې د ملکیانو په ګڼه ګوڼه کې زوروره چاودنه شوې چې دوه تنه ملکیان یې وژلي او ۲۳ تنه نور یې ټپیان کړي دي

له سیمې څخه عیني شاهدان وایي چې چاودیدونکي توکي په یو موټرسایکل کې ځای پرځای شوي وو

د خوست د ملکي روغتون مشر سخي سردار رسنیو ته ویلي چې د پېښې له ځایه ورته د دوه تنو وژل شویو جسدونه او ۲۳ تنه ټپیان وروړل شوي دي

د خوست امنیه قومندان هم یاده پیښه تائید کړې خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې ناخبري ښودلې ده

یاده چاودنه د خلکو د ګڼې ګوڼې پر مینځ کې داسې مهال تر سره شوې چې تیره ورځ په پکتیکا ولایت کې هم په بازار کې چاودنه شوې وه او ګڼ شمير ملکیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه

تر اوسه د یادو دواړو چاودنو مسؤلیت چا په غاړه نه ده اخیستی

په دې ورستیو کې د ملکي خلکو په مینځ کې خونړیو چاودنو د خلکو اندیښنې را پورته کړي او دایې د بهرنیو استخباراتي کړیو کار بللی

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *