څلورمه دنیا – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
پوهنه او فرهنګ خبرونه

څلورمه دنیا – افغان وطن

محمد علیم بسمل

له یوه ادیب استاد نه مې اوریدلي وو، چې انسان دوه دنیاوې لري، یوه هغه دنیا ده چې له نورو خلکو سره جوړه پکې اوسیږي او بله هغه چې ځانته یې جوړه کړې.

ماته له یو فکر وروسته جوته شوه چې نورې دنیاوې هم شته، ماشوم هم له خپلو نانځکو سره په بله دنیا کې وي، د شاعر دنیا ځانته دنیا ده، دغه راز په لمانځه کې هم سړی په دې دنیا کې نه وي، کله چې سړی دې دنیا ته د تکبیر په دروازه ننوزي نو د لته د نورو دنیا په خلاف نه خبرې شته، نه بې ځایه حرکت حتي ها خوا دیخوا کتل هم مکروه دي.
لمونځ له خدای سره خبري او ملاقات دی خو دلته دا پوښتنه راولاړیږي چې د خدای دیدن که څه هم ممکن دی، خو په دنیا کې واقع نه دی، ددې پوښتنې په جواب کې امام رباني صیب وايي چې په ذمانځه کې سړی په دې دنیا کې نه وي، محمود عقاد وايي: چې په امریکا کې پخوا یو نوی دین موډ شوی وو، چې ټکي په ټکي ژباړه یې استغراق التاملي المجرد دی، دغه بدعت له هندوستانه راغلی چې د نورو بدعاتو په څیر یې ډير دود موندلی، په دې اړه ډير کتابونه چاپ شوي او ګڼ شمیر پيروان یې هم موندلي، د ياد مذهب پيروان په لنډه توګه خلک دیته رابلي چې په چاوکۍ کیني، د څو شیبې لپاره له ځانه هر څه لرې کړي، زړه د څو شیبو لپاره له هر ډول فکرونو اوخیالاتو تش کړي، سترګې پټې کړي او هر څه شاته واچوي، البته د څو کلماتو په ويلو سره چې دغه کلمات سنسکریتي کلمات دي او لوستونکی یې په معنی نه پوهیږي.
عقاد زیاتوي، چې ما د یاد دین یووپيروته وویل: تاسو چې کوم شي ته بلنه ورکوئ زموږ لپاره نوی شی نه دی، دا کټ مټ د مسلمانو لمونځ دی، چې پنځه وخته یې ادا کوي خو دومره توپیر لري چې موږ په لمانځه کې هسې په بې معني تورو شونډې نه خوزوو بلکې د رحمن، او رحیم خدای ستاینه کوو، بله دا چې له دنیا نه هسې د عدم محض په لور نه وځو بلکې د پاچاهانو د پاچا حضور ته درومو.

له بده مرغه چې موږ د فاني دنیا په څیر د لمانځه د دنیا له خوند او کیف نه هم محروم یو

بې حضوره او بې کیفه سجدو تنګ کړم

خدایه کاشکې مې تندی درپسې مات شي

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *