بغلان د ولسي جرګې نوماند طالبانو ژوندی نیولی – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان خبرونه

بغلان د ولسي جرګې نوماند طالبانو ژوندی نیولی – افغان وطن

د بغلان ولایت چارواکي وایي چې د مرکزي بغلان په خواجه خان سیمه کې وسلوالو طالبانو د ولسي جرګې نوماند زلمی زهیر ژوندی نیولی ده

د بغلان ولایت والي عبدالحی نعمتي سپوتنیک خبري اژانس ته ویلي چې د قومي مخورو له لارې یې د زلمي زهیر د خلاصون هڅې شروع کړي دي خو تر اوسه کومه نتیجه نه ده ورکړې

وسلوالو طالبانو پخوا خبرداری ورکړی وو چې دوی به د ولسي جرګې نوماندان تر بریدونو لاندې ونیسي

د پارلماني ټاکنو په دوران کې ګڼ شمیر نوماندان ووژل شول چې ځینې یې طالبانو او ځینې یې د افغان کمانډو له لوري وژل شوي وو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *