په حقوقي چارو کې د ولسمشر سلاکار له دندې وشړل شو – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

په حقوقي چارو کې د ولسمشر سلاکار له دندې وشړل شو – افغان وطن

په حقوقي چارو کې د رئیس جمهور سلاکار عبدالستار سعات د ولسمشر د ځانګړي فرمان په اساس له دندې منفک کړل شو

عبدالستار سعادت په دې ورستیو کې د افغان ولس په تلفاتو خواشیني ښودلې وه او د حکومت په یو شمیر لوړپوړو چارواکو یې تور پورې کړی وو چې دوی د ولسي وژنې مسؤل دي

عبدالستار سعادت د امرالله صالح په اړه یوه لیکنه کې ویلي وو چې په هرات کې د ګڼ شمیر ولسي وګړو په مرګ کې یې لاس درلود

د همدې لیکنې له امله چې نوموړي څو ورځې مخکې په خپله فیسبوک پاڼه نشر کړې وه نوموړی د ولسمشر د فرمان په اساس له دندې ګوښه کړل شو

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *