فراه کې ۱۵ تنه دولتي کسان وسلوالو تښتولي دي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

فراه کې ۱۵ تنه دولتي کسان وسلوالو تښتولي دي – افغان وطن

د فراه ولایت چارواکي وایي چې وسلوالو کسانو ددې ولایت مرکز سره نیږدې هغه دولتي کسان له موټرو ښکته کړي او له ځانو سره یې وړي کوم چې ددې ولایت مرکز ته د خپلو دندو اجراء کولو لپاره په لاره وو

د فراه ولایتي شورا هم د یادو کسانو تښتول تائید کړي دي

یوې امنیتي سرچینې ازادۍ راډیو ته ویلي چې وسلوالو د ولایت د حاضرۍ د مدیر په شمول درې تنه ځای پرځای وژلي او نور یې له ځانه سره د پشت رود ولسوالۍ ته وړي دي

د پشت رود ولسوالي زیاتره سیمه باندې وسلوال طالبان حاکمیت لري

تر اوسه وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *