کابل ته کډه شوې کورنۍ د واورې ورښت وارخطا کړي دي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
افغانستان

کابل ته کډه شوې کورنۍ د واورې ورښت وارخطا کړي دي – افغان وطن

سږکال چې تر ډیره په وچکالیو تیر شو پرون راهیسې د هیواد په ګنو ولایتونو کې د کال لومړۍ واوره وشوه

که څه هم د کابل ښاریان د نوې واورې وریدو ته خوشحال ښکاري او د ککړې او خرابې هوا د ختمیدو وسیله یې بولي خو هغه کورنۍ چې د کندهار ،هلمند او نورو سیمو نه د جګړې او بمباریو دلاسه کابل ته کډه شوي د واورې ویدو اندیښمن کړي دي

یادې کورنۍ شکایت کوي چې یو طرف د ماشومانو مریضي بل لور ته د سون توکیو نشوالي یې ژوند له خطر سره مخ کړی ده

د کابل ښار لویدیځ قمبر څلور لارې سره له هلمند او کندهار را کډه شوې کورنۍ وایي چې کورونه او هرڅه یې پرې ایښي او دلته صرف له یوې خیمې بل څه نلري، نه یې حکومت غم خوري او نه هم مرستندویه ټولنې،

یادې کورنۍ وایي چې د انتخاباتو په وخت کې به یې نوماندان سهر او ماښام په خیمو کې تاویدل خو اوس مو هیڅ غمخوار نه شته

دوی شکایت کوي چې هرکال د ژمي موسم کې چارواکي زمونږ وژل شوي ماشومان د تلویزیون په پردو ښکته پورته کوي او ویني یې خو هیڅ غم مو نه خوري

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *