ﺩ ټاﮐﻨﻮ ﮐﻤﯧﺴﯿﻮﻥ ﭘﺮﯾﮑړﯤ ﻟﻪ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﺳﺮه ﭘﻪ ټکر ﮐﯥ ﺩﻱ – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

مرکې او راپورونه

ﺩ ټاﮐﻨﻮ ﮐﻤﯧﺴﯿﻮﻥ ﭘﺮﯾﮑړﯤ ﻟﻪ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﺳﺮه ﭘﻪ ټکر ﮐﯥ ﺩﻱ – افغان وطن

د ټاکنو کمېسیون پر پریکړو سیاسي احزابو او د ټﺎﮐﻨﻮ ﺩ څﺎﺭ ﺑﻨﺴټﻮنو نیوکې کړي دی او ﺩ ټﺎﮐﻨﻮ ﮐﻤﯧﺴﯿﻮﻥ ﭘﺮﯾﮑړﯤ یې ﻟﻪ ﻗﺎﻧﻮﻥ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ټﮑﺮ ﮐﯥ بللي دي او ویلي یې دي چې د دې پریکړو مسؤلیت به د کمیسیون او حکومت په غاړه وي.

د ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﻣﺤﻮﺭ ګﻮﻧﺪ هم ویلي دي چې ” ﺣﮑﻮﻣﺖ ﺩ ﺍﺻﻼﺣﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﭘﻠﻤﻪ ﺭﺍﺗﻠﻮﻧﮑﯥ ټﺎﮐﻨﯥ ﺩ ځﺎﻥ ﭘﻪ ګټﻪ ﻣﻬﻨﺪﺳﻲ ﮐﻮﻱ”.

یادې نیوکې په داسې مهال کیږي چې د ټﺎﮐﻨﻮ ﮐﻤﯧﺴﯿﻮﻥ ﺩ ﻭﻟﺴﻤﺸﺮﯾﺰﻭ ټﺎﮐﻨﻮ ﭘﻪ ﺗړﺍﻭ ﺧﭙﻠﯥ ﺍﻭ ﺩ ﻭﻟﺴﻤﺸﺮ ﮐړﯤ ﮊﻣﻨﯥ ﺷﺎﺗﻪ ﮐړﯤ ﺍﻭ ټﺎﮐﻨﯥ ﯾﯥ ﺩﺭﯼ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ځﻨډﻭﻟﯥ ﺩﻱ.

د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو ﺩ ځﻨډ ﻟﻮﯼ ﻻﻣﻞ ﺭﻭﺍﻥ ﻋﻤﻮﻣﻲ ﻧﺎﺳﻢ ﻭﺿﻌﯿﺖ ښایي، خو سیاسي احزاب د دوي دا ډول عمل د قانون خلاف بولي او د کلکو نیوکو لاندې یې راوستی دی.

ﺩ ﺍﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎﻥ ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﻣﺤﻮﺭ ګﻮﻧﺪ د ﮐﻤﯧﺴﯿﻮﻥ ﺩﻏﻪ ﭘﺮﯾﮑړﻩ ﻏﻨﺪي ﺍﻭ وایي چې ﺩﺍ ﮐﺎﺭ ﯾﯥ ﺩ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﭘﻪ ﺧﻮښﻪ کړی دی.

له دې سره جوحت ملي وفاق هم د کمیسیون دا ډول پریکړي غندي او په جلا ناسته د ټﺎﮐﻨﻮ ځﻨډ ﭘﻪ ﺗړﺍﻭ ﺍﻭ ﺩ ﺍﺻﻼﺣﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﺑﺮﺧﻪ ﮐﯥ یې له توندې لهجې کار اخیستی.

محمد حنیف اتمر چې ﺩ ﺭﺍﺗﻠﻮﻧﮑﻮ ﻭﻟﺴﻤﺸﺮﯾﺰﻭ ټﺎﮐﻨﻮ ﺍﺣﺘﻤﺎﻟﻲ ﻧﻮﻣﺎﻧﺪ هم دی، د خپل دفتر څخه په خپره کړي اعلامیه کې د چا نوم ته په نه اشارې سره ﺩ ټﺎﮐﻨﻮ ﺩ ځﻨډ ﻻﻣﻞ ﺣﮑﻮﻣﺘﻲ ﮐړی یادې کړي دي.

ده ویلي چې “ﺩ ﺟﻤﻬﻮﺭﻱ ﺭﯾﺎﺳﺖ ﺩ ټﻮﻝ ټﺎﮐﻨﻮ ﺩ ځﻨډﯾﺪﻭ ﭘﻪ ﺍړﻩ ﺩ ﺍﻧﺘﺨﺎﺑﺎﺗﻮ ﺩ ﺧﭙﻠﻮﺍﮎ ﮐﻤﯿﺴﯿﻮﻥ ﻭﺭﻭﺳﺘﯽ ﺗﺼﻤﯿﻢ ﺩ ﺣﮑﻮﻣﺘﻲ ﮐړﯾﻮ ﺩ ﻓﺸﺎﺭ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ ﻧﯿﻮﻝ ﺷﻮﯼ، ﭼﯥ ﭘﺮ ﺧﭙﻠﻮﺍﮐﻮ ﻣﻠﻲ ﺑﻨﺴټﻮﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪﯤ ﺩ ﺧﻠﮑﻮ ﺩ ﭘﺮﺍﺧﯥ ﺑﯥ ﺑﺎﻭﺭۍ ﺳﺒﺐ ﺷﻮﯼ ﺩﯼ”.

له بلې خوا د ټﺎﮐﻨﻮ څﺎﺭﻭﻧﮑﯥ ﺑﻨﺴټ ﻫﻢ په یوه خبري غونډه کې د ټاکنو ﮐﻤﯧﺴﯿﻮﻥ ﭘﺮﯾﮑړﻩ ﻏﯿﺮ ﻗﺎﻧﻮني ګڼلي.

د څار بنسټونو ویلي چې ” ﮐﻪ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﺳﯿﺎﺳﻲ ﺍﺭﺍﺩﻩ ﺍﻭ ﮐﻤﯧﺴﯿﻮﻥ ﮐﯥ ﻇﺮﻓﯿﺖ ﻣﻮﺟﻮﺩ ﻭﺍﯼ، ﻧﻮ ټﺎﮐﻨﯥ ﭘﻪ ټﺎﮐﻠﯥ ﻧﯿټﻪ ﮐﯥ ﺷﻮﻧﯥ ﻭﯤ”.

په مشرانو جرګه کې ﻫﻢ ځینې ﺳﻨﺎﺗﻮﺭﺍن ﺩ ﺣﮑﻮﻣﺖ ﺍﻭ ټﺎﮐﻨﻮ ﮐﻤﯧﺴﯿﻮﻥ پریکړې غیر قانوني او بولي او نیوکه پر دې کوي چې ولې یې ﻭﻟﺴﻤﺸﺮﯾﺰﯤ ټﺎﮐﻨﯥ ﺩﺭﯤ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﻭځﻨډﻭﻟﯥ.

هیره دې نه وي چې ټﺎﮐﻨﻮ ﮐﻤﯧﺴﯿﻮﻥ ﺩ ﻭﻟﺴﻤﺸﺮﯾﺰﻭ ټاﮐﻨﻮ ﺩ ﺗﺮﺳﺮﻩ ﮐﯧﺪﻭ ﻟﭙﺎﺭه ﺩ ۱۳۹۸ ﮐﺎﻝ ﺩ ﺣﻤﻞ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ۳۱ ﻧﯿټﻪ ټﺎﮐﻠﯥ ﻭﻩ، خو دوی یاده ژمنه ماته کړي ده، چې د دې څنګ یې د ﭘﺎﺭﻟﻤﺎﻧﻲ ټﺎﮐﻨﻮ ﺯﻣﺎﻧﻲ ﻣﻬﺎﻟﻮﯾﺶ ﻫﻢ ﺗﺮ ﭘښﻮ ﻻﻧﺪﯤ ﮐړﯼ دی، چې د دې درې ﻣﯿﺎﺷﺘﻮ ځﻨډ ﺳﺮﻩ ﺑﻪ ټﺎﮐﻨﯥ ﺩ ﺳﺮﻃﺎﻥ ﻣﯿﺎﺷﺘﯥ ﭘﻪ ﺍﺧﺮ ﮐﯥ ﮐﯿږﻱ.

آرمل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *