ملګری مو هم دواړه (دنیا او اخرت) در ښایسته کولای شي او هم در خرابولای – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

ملګری مو هم دواړه (دنیا او اخرت) در ښایسته کولای شي او هم در خرابولای – افغان وطن

نن مې ولید، د سړک پۀ غاړه، د روږدي پوډریانو سره ناست و، ببر چټل وېښتۀ ، څټ یې د خیرو پتري نیولي وو، مخ یې لوګیو وهلی تک تور اوښتی و، جامې یې د لیدلو نۀ وې پۀ یو بد حال و.

آه مې وکړ، سوچ کې لاړم، ددۀ یو کال مخکینی حالت رایاد شو، هغه خندانه څېره، ځلېدلی مخ، پاکې جامې، روغ صحت پنځه وخته مونځ اودس او شپه ورځ مطالعه.

د ده دا حالت چا داسې کړ؟؟؟ یوازې او یوازې د غلطو خلکو ، لوفرو دوستانو ناستې پاستې ، د بې دینه خلکو مجلسونو دې حال ته ورساوۀ.

پوه شوم چې دوستان ستاسو ایینده مستقبل ټاکي، کۀ د دوست انتخاب مو سم و ښۀ دنیا او ښۀ اخرت به مو په برخه وي، ګنې غلط دوست مو هم دا دنیا غرقوي هم هغه دنیا.

انسان پخپلو دوستانو پېژندل کېږي ځکه خو عمر رض فرمایي چې تاسو پۀ یو کال کې لس دوستان مۀ جوړوئ بلکې پۀ لسو کالو کې یو دوست جوړ کړئ.

د دې مطلب دا نشو چې لږ وخت کې ډېر دوستان لرل ښۀ نۀ دي بلکې دلته دوېیم خلیفه تاکیداً موږ ته وایي چې پۀ دوست نیونه کې باید ډېر دقت وشي.

د یوه حدیث نبوي صلي الله علیه وسلم یوه ټکړه کې ویل شوي چې مفهوم یې ده، تر بد یواځیتوب ښۀ ملګری غوره ده او تر بد ملګري ښۀ یواځیتوب غوره ده.

داسې دوستان ولرئ چې د هغوی شتون ستاسو ښایست وګرځي، پۀ سختۍ کې مو ملاتړي شي او خوښیو کې مو محفل پرې رنګین وي.

ځینې خلک د چرسیانو، پوډریانو، غلو ، زناکارو سره دوستۍ پالي او بهانه دا نیسي چې موږ خو ګوندې دغه کار نۀ کوو، هغوی پوه شه او اعمال یې اما زموږ مشران متل کا وایي چې د تور دېګي تر څنګ تاوېږې نو حتمن دې لمنه تورېږي.

مجلس او صحبت پۀ انسان اثر پرېږدي ځکه خو رحمان بابا وایي:
پۀ مجلس د عالمانو به سرۀ زر شي
کۀ څوک کاڼی وي یا لُوټه د صحرا
کټ مټ همدا راز د غلطو خلکو ناسته ولاړه لۀ تاسو ښۀ عادات او وړتیاوې اخلي او تباهۍ ته مو کشوي!

ساجد امان

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *