سروې: اکثریت امریکایان له سوریې او افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل تاییدوي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

سروې: اکثریت امریکایان له سوریې او افغانستانه د امریکايي عسکرو راایستل تاییدوي – افغان وطن

د امریکایانو د عامه افکارو تازه سروې ښيي چي اکثریت رایه ورکونکي د جمهورریس ټرمپ له هغه تصمیم څخه ملاتړ کوي چي‌ غواړي له سوريې څخه ټول امریکايي عسکر راوباسي، او په افغانستان کي د امریکايي عسکرو شمېر راکم کړي.

د هیل ویب سایټ د ډسمبر پر ۲۹ باندي لیکي د عامه افکارو پدې سروې کي ۵۲ ٪ فیصده امریکایان د سوریې او افغانستانه د عسکرو د راایستلو حمایت کوي. مګر ۴۸ ٪ فیصده سروې سوي امریکایان د عسکرو د راایستلو سره مخالفت کوي. د هیل ویب پاڼه لیکي د ټرمپ دې فیصلې د امریکا د ملي امنیت د شورا مشاورین هک پک کړل. ټرمپ اعلام وکړ چي له سوريې څخه به ټول امریکايي عسکر راوباسي، خو له افغانستانه به سم نیم امریکايي عسکر راوباسي.

د ټرمپ دا تصمیم د دې سبب سو چي د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس استعفا وکړي.

د امریکایانو د عامه افکارو دا نوې سوې وايي که څه هم اکثریت امریکایان له سوریې او افغانستانه د امریکايي عسکرو د راایستلو له فیصلې څخه حمایت کوي، خو ۶۹ ٪ فیصده امریکایان وايي دا مهمه ده چي امریکا په مینځني ختیځ کي څه عسکر وساتي.

د دې سروې مدیران وايي چي په امریکایانو کي دا راز طرز تفکر د دې نماینده ګي کوي چي هغوی غواړي په نظامي چارو کي د ټرمپ پر قضاوت باندي اعتماد وکړي. هغوی وايي اکثره امریکایان فکر کوي چي ټرمپ د امریکا د نظامیانو کلک حامي دئ، نو کله چي هغه دا فیصله وکړي چي باید امریکايي عسکر راوباسي، ښايي د هغه قضاوت سم وي.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *