د خوبونو اړوند لس جالب ټکي – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
خبرونه لوبې او روغتيا

د خوبونو اړوند لس جالب ټکي – افغان وطن

1. زیاتره خلک په دې باوري دي، چې کله څوک ویده وي؛ نو ذهن یې هم ویده وي او ارام کوي؛ خو نه! داسې نه ده؛ بلکې زموږ ذهن د خوب پر مهال فعال وي، چې له امله یې موږ ځینې ښه او بد خوبونه وینو.

2. زیاتره وخت خلک د هغو څیزونو په اړه خوبونه ویني، چې د ورځې یې په اړه زیات فکر کړی وي او هغه شیان ګوري، چې یو وخت یې حتما په سترګو لیدلي وي.

3. داسې هيڅ یو خوب نشته، چې تر شا یې یو راز موجود نه وي؛ البته موږ یې عادي خوب وګڼو او هیر یې کړو.

4. ۷۵ سلنه وګړي، منفي خوبونه ویني او په هره شپه کې موږ حد اقل ۷ خوبونه وینو، چې سهار مهال مو یو هم په یاد نه وي.

5. ۷۰ سلنه هلکان په خپلو خوبونو کې نجونې ویني؛ خو نجونې بیا په خپل خوب کې هلکان او نجونې دواړه ګوري.

6. د نړۍ ۱۲ سلنه وګړي په تور او سپین رنګ کې خوبونه ګوري او ړانده خلک بیا په خوب کې یوازې اوازونه اوري.

7. داسنې نه ده، چې یوازې انسانان خوبونه ویني؛ بلکې حیوانات هم خوبونه ویني.

8. په خوبونو کې یې یو ډول داسې هم دي، چې ليدونكى یې په پوره ډول احساس کوي، چې دا خوب نه؛ بلکې حقیقت روان دی.

9. تاسو به باور ونه کړئ، چې د زیاترو خلکو خوبونه په حقیقت هم بدل شوي دي.

10. د ګوګل د رامنځته کولو فکر “Lerry Page” په نوم یو تن ته په خوب کې ورغلی وو، چې له هغې وروسته یې ګوګل رامنځته کړ او ویل کیږي،چې زموږ دا نړۍ او ژوند هم یو خوب دی.

تکل مبین

ټگونه

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *