د ایران او طالبانو خبري – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه
اند او تحلیل

د ایران او طالبانو خبري – افغان وطن

د ایران د ملي امنیت د شورا سکرټر، علي شامخاني، د ډسمبر پر۲۶ مه په کابل کي وویل چي تهران د طالبانو سره څو رسمي ملاقاتونو کړي دي، او د دې غونډو په باب ئې د کابل حکومت ته اطلاع ورکړې ده. د تهران او طالبانو تر مینځ خبري د ابوظبی تر مجلس سمدستي راوروسته سوي دي.

دا لا معلومه نده چي دا خبري چیري وسوې، او پدې ملاقاتونو کي پر کومو مسایلو باندي خبري سوي دي. خو څرګنده خبره دا ده چي ایران د داعش په باره کي سخت اندېښمن دئ، او داعش «د امریکا او سیمه ایزو مرتجع حکومتونو په حمایت یوه خطرناکه دسیسه ګڼي.»

ښاغلی شامخاني وویل،«دا خبري په افغانستان کي د امنیتي پرابلمونو د راایسارولو په غرض سوي دي. موږ پدې برخه کي د افغان حکومت ته اطلاع ورکړې ده.»

د اکټوبر په میاشت کي، متحده ایالاتو ایران متهم کړ چي د طالبانو سره نظامي او مالي مرستي کوي، او پر اتو ایرانیانو باندي ئې بندیزونه ولګول.

شامخاني دا خبري د د افغانستان د ملي امنیت د مشاور، حمدالله محب، سره د ملاقات پر مهال وکړې. پدې ملاقات کي حمدالله محب ویلي دي چي ایران د افغانستان په سولي کي مثبت نقش لوبوي. حمد الله محب وویل،«د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کي د ثبات لپاره یو کلیدي حامی دئ، او د دواړو ملکونو تر مینځ همکاري به د افغانستان د امنیتي مشکلاتو په فیصله کولو کي موثر وي.»

افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات د څو میاشتو لپاره وځڼډول

د افغانستان د انتخاباتو مستقل کمیسیون د جمهوري ریاست انتخابات د څو میاشتو لپاره وځنډول، څو هغه تکنیکي مشکلات رفع کړي چي د پارلماني انتخاباتو په جریان کي رابرسېره سوي دي.

د مستقل کمیسیون یو ویاند وايي چي زیات وخت ته اړتیا سته چي د انتخاباتو مامورین ورزل سي، د بایومټریک سیسټم سره اشنا سي، او د رایه روکونکو لسټونه سم سي. په پارلماني انتخاباتو کي تقلب په پېخر سوی دئ، او څه باندي دوې میاشتي کېږي چي پوره نتایج ئې لا ندي اعلام سوي.

د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره نوی تاریخ نه دئ اعلام سوی وی. خو د انتخاباتو ټال به خلیلزاد ته د دې فرصت په لاس ورکړي چي د سولي مذاکراتو ته کش ورکړي. خلیلزاد ویلي دي چي ښه به دا وي چي د انتخاباتو مخکي د کابل حکومت او طالبان د «سولي د لاري نقشه» جوړه کړي. طالبان او د کابل رژیم وايي چي دا موده لنډه ده، او زیات وخت ته ضرورت سته.

منابع: د نشنل. رویټرز.‌ ایران فرانټ پېچ.

واحد فقیري

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *