ولسي جرګې د کابل د وروستي برید د څیړنې غوښتنه کړې ده – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

ولسي جرګې د کابل د وروستي برید د څیړنې غوښتنه کړې ده – افغان وطن

د افغانستان ولسي جرګې په کابل کې د وروستي مبهم تروریستي برید په اړه وار خطایي ښکاره کړې او له دولت څخه یې غوښتي چې ددې برید په اړه هر اړخیزه څیړنه وکړي

د ولسي جرګې وکیلانو ویلي چې د کابل ښار وروستنی خونړی مرموز برید خواشینونکی ده

د کابل ښار ۱۶مه امنیتي حوزه کې د شهداؤ معلولینو په ریاست دوه ورځې مخکې خونړی برید وشو چې تر څلویښت زیات کسان یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل

تر اوسه د یاد برید په اړه کومې وسلوالې ډلې څه نه دی ویلي او نه هم تر اوسه افغان امنیتي ادارو ویلي چې برید چا تر سره کړی ده

د دغه مرموز او مبهم برید په اړه د ولسي جرګې او عامو افغانانو شکونه زیات شوي چې تر اوسه یې تر سره کونکي معلوم نه شول او نه هم حکومت خبریالانو ته د برید په اړه کوم جزئیات وړاندې کړي دي او همداراز یې تر اوسه د وژل شویو بریدګرو جسدونه هم چاته نه دي ښودلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *