د جمهوري ریاست ټاکنې ۳میاشتې وځنډیدې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

افغانستان خبرونه

د جمهوري ریاست ټاکنې ۳میاشتې وځنډیدې – افغان وطن

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون یوې سرچینې په کابل کې bbc ته ویلی چې د افغانستان د ریاست جمهوري ټاکنې د درې میاشتو لپاره وځنډیدلې

یادې سرچینې ویلي چې د ټاکنو د ځنډ لامل د نوماندانو پڅ بهیر په ګوته شوی چې تر اوسه صرف ۵۰ تنو نوماندانو معلوماتي کڅوړې ترلاسه کړي او هغه هم په شرائطو برابر نه دي ځکه چې اکثره یې مرستیالان نه لري او د ضمانت په ډول یې یو میلیون افغانۍ هم بانک ته نه دي جمعه کړی
بل لور ته په ژمي کې د هوا خبرابوالی هم د ټاکنو د ځنډ لامل ښودل شوی ده

تر دې وړاندې داسې اوازې وې چې خلیلزاد غواړي چې د سولې په خاطر د ریاست جمهوري ټاکنې وځنډوي او پر ځای یې یو موقت حکومت رامنځ ته کړي خو افغان دولت دغه اوازې بې بنسټه وبللې

ټاکل شوې وه چې د حمل د میاشتې په یویشتم تاریخ یادې ټاکنې تر سره شوې وای خو اوس دغه نیټه د سرطان تر میاشتې پورې وځنډول شوه

د ریاست جمهوري له ټاکنو سره به د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو او همدا راز د غزني ولایت د پالماني ټاکنو بهیر هم وځنډول شي

تر اوسه افغان دولت په دې اړه رسما څه نه دي ویلي

کریم بریال

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *