د لیمو د پوستکي نادرې روغتيايي ګټې – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

خبرونه لوبې او روغتيا

د لیمو د پوستکي نادرې روغتيايي ګټې – افغان وطن

پوهان وایې، د لیمو پوستکی پخپل ترکیب کې داسې مواد لري، چې باید موږ یې د بدن څخه د جراثیمو د له منځه وړلو او مرطوب ساتلو په صابون ونومو.

دوی وایې، پرته له دې، چې د لیمو کارونه بدن پاکوي او پوستکی نرم ساتي نورې روغتيايي ګټې هم لري.

د پوهانو په باور د لیمو په پوستکي کې داسې مواد شته، چې کارول یې د خولې بد بويي لري کوي، د وریو التهاب او پاړسوب له منځه وړي.

دا ډول دوی وایې، چې د لیمو پوستکى د هډوکو په کلکوالي د زهریاتو په ختمولو کې اړین رول لوبولى شي.

تر ټولو نادره یې لا دا، چې د لیمو پوستکی پخپل ترکیب کې داسې څه هم لري، چې دسرطان او تسنج د ناروغیو په مخنیوي کې ښه نوم لري.

تکل مبین

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *