په اسلام کې د ماشومانو روزنه / وروستۍ برخه – افغان وطن – افغان وطن ویبپاڼه

زیرمتون

اسلام

په اسلام کې د ماشومانو روزنه / وروستۍ برخه – افغان وطن

لیکوال: عبدالصمد شاکر

• تعبیر کولو ته هڅول:
تعبیر مانا دا چې خپل ماشومان موږ دېته وهڅوو تر څو دوی له خپل ګیرـ چاپېر ماحول څخه ښه جاج واخیستلای شي او دقیق تعبیر وکړاي شي.

مثلا کله چې هلته مشکلات وي؛ نو موږ ته نه ښایې تر څو له هغوی څخه د تعبیر کولو ازادي سلب کړو، ولې تر څو دوی د خپلې رایې څرګندونه وکړي او یا داسې څه چې ډاکټر ته یې باید هغه پخپله وښايي؛ خو موږ راځو د هغوی د تعبیر کولو ازادي سلبوو او د دوی په نوم موږ خبرې کوو، چې دا چاره د ماشوم په شخصیت منفي اغیزه کوي او یو ډول د کمترۍ له احساس سره مخ کیږي. له همدې کبله هغه ماشوم چې د میلمنو، ډاکټرانو او کورنۍ په وړاندې خپل نظر څرګندولی شي راتلونکی یې د یوه خپلواک او پر ځان بسیا سړي زیری ورکوي.

• منافقت څخه ژغورل:
دا ډول کورنیو ته اړینه ده، چې خپل ماشومان یې باید له منافقت څخه وژغوري او ورسره له دوکو، چلاکۍ، کبر او غرور څخه په بشپړه توګه لري وساتي؛ البته دا چې په بهر ماحول کې ماشومان په طبعي توګه ورسره مخامخ کیږي؛ نو په کورنۍ باندې واجب دي تر څو په عقلي دلایلو ماشوم قانع کړي او د یادو بدو کارونو بدي ورته بیان او هغه په ښه طریقه رد کړي.

• فکر ورجوړول:
کورنۍ مسئولیت لري تر څو ماشومانو ته فکر ورجوړ کړي، داسې فکر، چې ستاسې عقل، فکر او وجود یوازې باید د مسلمانانو په خدمت کې صرف کړای شي او د ماشوم په زړه کې دا خبره را شنه کړي، چې تاسو، ستاسو فکر، قیمت، شخصيت او مکان ټول د مسلمه امت د خدمت لپاره ګرو دي. کله چې ماشوم په داسې ډول وروزل شي؛ نو په تاکید سره ویلای شم، چې دغه ماشوم به له اسلام سره په مینه را لوی او په اسلام باندې عمل کونکی وي او له دې سره ـ سره به ستر، خپلواک او ټولنیز شخصیت هم وي.

• د تصرف واک ورکول:
د تصرف واک ورکول داسې، چې موږ هغوی ته په خپلو پیسو او مال کې د تصرف کولو واک ورکوو تر څو یې هغه په خپله خرچه او وکاروي.

مثال په ډول کله چې بازار ته ځو؛ نو هغوی ته پیسې ورکوو او څه ډول، چې په موږ باندې دوی ته په پیسو کې د تصرف ورکول واجب وو داشان يې څار هم کوو تر څو مالومه کړو، چې هغوی دغه مال او پيسې څه ډول مصرف کوي؟ هغوی به اصراف نه کوي؟ او که کله هم په کوم څه کې اصراف کوي؛ نو موږ یې ور په ګوته کوو او متوجه کوو یې.

البته که چیرې دوی بیا د ځوانۍ په دور کې وي؛ نو بیا ورته ټول هغه مبلغ سپارو کوم، چې موږ یې خرچه کوو او دوی په کې د تصرف کولو پوره واک ورکوو؛ خو دا هم ورته وایو چې موږ ته د هغه مبلغ څخه یو جدول جوړوه، چې ته یې مصرفوي. عربان یو متل وایې؛ “ځوان هغه نه دی چې وایې پلار مې شته؛ بلکې ځوان هغه دی، چې وایې اوس زه شته یم”، دا متل دوی هغه وخت وایې، چې مراد یې د شخصیت خپلواکي، پر ځان باور او د فردي اجازې احترام وي.

تاسې وګورئ اسامه ابن زید د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس روزنه تر لاسه کړه، کله چې لوی شو او عمر یې ۱۷ کالو ته ورسید؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه ته د داسې يوه ګروپ قیادت ورله غاړې کړ، چې ابوبکر او عمر رضی الله عنهما هم په کې وو، دا دې لپاره تر څو هغه پر ځان نور هم باوري شي او د دوی په څیر ستر شخصیت شي.

دا ډول یوه ورځ ابن عباس رضی الله عنه چې له عمره هم کشر وو، د رسول علیه السلام سره ښی څنګ ته کیناست او د دې لپاره، چې ابوبکر رضي الله عنه ترې ورمخكې نشي د علیه السلام څخه د پاته شویو اوبو د څښلو اجازه وغوښتله، هغه غوښتل چې په دې اوبو سره ځان سیراب کړي؛ نو رسول علیه السلام هغه ته مثبت ځواب ورکړ د دې لپاره تر څو هغه د کمترۍ احساس ونه کړي او د هغه د شخصیت درناوی شوی وي، هماغه وو چې ورسته ابن عباس ستر شخصیت، مفسر قران او حبرالامت جوړ شو.

همداشان عبدالله ابن عمر به په مدینه منوره کې له رسول الله او مشرانو اصحبانو سره کيناسته؛ خو د هغه عمر له ۱۱ کالو څخه پورته نه وو؛ البته کله چې لوی شو نو د مسلمنانو څخه یوه علامه وګرځید. پورته ټول هغه څه دي، چې په عملي کولو یې ماشوم پرځان باوري کوي او راتلونکې کې د ټولنې لپاره مشال ګرځي.

خپله څرګندونه مو پرې وکړئ

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *